The news is by your side.

ولې افغانستان د اوبو د مدیریت ماسټر پلان نلري؟‌

خبریال وېب پاڼه – له څه مودې راهیسې د افغانستان د اوبو د مدیریت لپاره د ماسټر پلان پلټنه کوم. خو تراوسه مې یوازې د هلمند سیند حوزې د ماسټر پلان ارزونه چې ښيي د یادې حوزې لپاره داسې څه شته، تر سترګو شوي. د هلمند حوزې ماسټر پلان د انګلستان لخوا په ۲۰۱۱-۲۰۱۳ کلونو کې ترتیب شوي خو په عام ډول د لاسرسي وړ ندی.
تر ټولو دمخه داود خان د اوبو ګڼ شمېر لویې پروژې په خپل ۵ کلن پلان کې شامل کړې وې. له هغه وروسته د ۱۳۹۵ کال په پیل کې د اوبو او برېښنا وزیر ښاغلي عثمانی وویل چې د اوبو د مدیریت په ماسټر پلان کار کوي. یو کال وروسته د جمهوري ریاست د دفتر مقام هم پر خپله ویب پاڼه لیکلي چې حکومت پنځو سیندیزو حوزو ته ماسټر پلانونه جوړوي. خو تر له هغې وروسته بیا په دې اړه څه ندي ویل شوي.
دا چې ولې تر اوسه د هېواد د اوبو د مدیریت لپاره ماسټر پلان ندی جوړ شوی، او د مدیریت ادعا یې کېږي د پوښتنې وړ ده چې باید اړوند چارواکي یې ځواب ووایي.
په ۲۰۱۳ کې چې الماني Fechtner شرکت د افغانستان لپاره د برېښنا ماسټر پلان جوړاوه، په هغه کې د برېښنا د تولید په هدف ټول پلان شوي بندونه په نظر کې نیول شوي. همدارنګه تېر کال حکومت د FAO په مرسته د وچکالۍ لپاره یوه ستراتیژي جوړه کړه چې د اوبو مدیریت د نورو برخو لکه سیلابونو، بندونو جوړولو څخه پرته به له ناکامۍ سره مخ شي.
د هېواد په کچه د اوبو د مدیریت ماسټر پلان چې په نړیوالو اصولو (IWRM) پر بنسټ ولاړ وي لاندې برخو ته په هم مهاله او همغږې توګه پوښښ ورکوي:
1. د کرنيزې سینې پراختیایي پلان چې د کرنې وزارت او FAO لخوا چمتو شوی خو خپور شوی ندی.
2. د اوسنیو کرنیزو شبکو (سربندونو، کانالونو، کارېزونو او ….) پاملرنه
3. د برېښنا بندونو جوړولو ستراتیژي/پلان چې د ګاونډیانو سره د ستونزو سبب نشي.
4. د طبیعي پېښو (سېلاب، وچکالۍ، …) د مدیریت پلان چې د اوبو ماسټر پلان تر چتر لاندې به د پېښو د وړاندوینې، د پېښو پرمهال او له پېښې وروسته کړنې په کې شاملې وي.
5. لویو ښارونو ته د څښاک، کورني مصرف او همدارنګه صنعتي پارکونو ته د اوبو برابرول. چې په ترڅ کې یې باید کابل ښار ته ځانګړې پاملرنه وشي.
6. د ځمکې لاندې اوبو ته پاملرنه او وضعیت یې ښه کول
7. د سطحي او ځمکې لاندې اوبو د کیفیت ستونزه حلول
8. د اقلیمي بدلون ستونزې لپاره اړینې کړنې، خاصتا په غرونو کې د یخچالونو او اوبو سرچینو بیا رغونې ته پاملرنه
9. د اوبو په هره حوزه کې د خاورې وضعیت او چاپېریال ساتنې ته پاملرنه.
10. له ګاونډيانو سره د پولې اوښتونکو اوبو د ستونزو حلول – چې دا برخه کېدای شي د اوبو له ماسټر پلان څخه اوس بېله شي.
11. د دې پلان د تطبیق لپاره د دولتي ادارو منظم جوړښت، قانوني چارچوب رامنځ ته کول او مالي سرچینو برابرولو واضح پلان هم ډېر اړین دي.
که څه هم د پورتنیو برخو ځینې کارونه په جلا ډول ځینې دولتي ادارې ترسره کوي خو د اوبو د ستونزو د حل لپاره د یو واحد ماسټر پلان جوړول اړین دي تر څو د چارو په پلي کولو کې همغږي رامنځ ته شي. همدارنګه د اوبو د ماسټر پلان په نشتوالي کې اوسنۍ ستونزې نه حل کېږي او نورې به هم ډېرې شي.
دا چې د اوبو ملي اداره په دې اړه لازم ظرفیت نلري، حکومت کولای شي له هغو نړیوالو ادارو (JICA، او…) چې د نورو هېوادونو د اوبو ماسټر پلان جوړولو تجربه لري مرسته وغواړي.
همدارنګه حکومت باید د دې ماسټر پلان د تطبیق لپاره یو ملي پروګرام پیل کړي. اوس شرایط د دې ماسټر پلان جوړولو ته برابر دي او د امنیت په راتګ کېدای شي پر پلي کولو یې اقدام وشي چې ښې پایلې به ولري. په دې هیله چې اړوند چارواکي دې مهم پلان ته پاملرنه وکړي او ملت ته تشې وعدې ورنکړي.
لیکوال:‌ محمد عاصم مایار

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.