The news is by your side.

د فوزیه کوفي ‌پر ځای به مذاکراتي ‌ټیم ته څوک ځي؟

خبریال وېبپاڼه – د سولي د مذاکراتي‌ ټیم غړې فوزیه کوفي‌ د کابل ـ پروان پر لویه لار د کابل په قرباغ ولسوالۍ کې په وسله وال برید کې ټپي شوه او اوس یې روغتیايي ‌حالت د اندېښنې وتلی دی‌.

دافغانستان د استخباراتو پخوانی ریس او د سولي ‌د مذاکراتي‌ ټیم غړی معصو ستانکزی وايي چې کوفي ‌ټپي شوې خو اوس یې روغتیا يي‌ حالت د خطر نه وتلی دی؛‌خو نوموړي دا نه دي‌ ویلي چې د مېرمن کوفي پرځای به مذاکراتو ډلي‌ته څوک ځي .  ‌

د سولي‌ په تړاو د افغانانو خپلمنځي ‌خبرې د پیلېدو په درشل کې دي؛ خو تېره ورځ پر اغلې کوفي‌ برید د دغه پلاوي یوه مهمه ښځینه څېره د دم ګړي‌لپاره د کابل له مذاکراتي‌ټیم څخه وایستله؛ تر اوسه لا دا روښانه نه ده چې د اغلې کوفي‌ پر ځای به مذاکراتي ‌ټیم ته څوک لار مومي، خو دا جوته شوې ده چې مېرمن کوفي‌ټپي‌ده او په ټپي حالت کې په مذاکراتو کې برخه نشي‌اخیستلای.‌   

د فوزیې کوفي‌ د برید پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخیستې خو حکومت په دغه برید ترهه ګر تورن کړي ‌او دا یې یو ترهه ګر برید بللی دی.

مېرمن کوفي په تېرو دوو دورو کې په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې وه او اوس مهال له طالبانو سره د سولې خبرو کې د افغان حکومت د مذاکراتي ټېم غړ ده.

فوزیه کوفي تر دې مخکې هم له طالبانو سره د سولې په نورو بین الافغاني خبرو کې برخه اخیستې وه.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله او ولسمشر غني‌  پر فوزیه کوفي برید غندلی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance