The news is by your side.

يوه ۹۵ کلن امريکايې په سايکل ۱۰۰۰۰۰ مايله سفر پشپړ کړ

خبريال ويبپاڼه / د امريکا په کلفورنيا ايالات کې يو ۹۵ کلن امريکايې د لس لکه(۱۰۰۰۰۰) مايله سفر په بايسکل بشپړ کړ چې دا يې د يوه عزم او همت ثبوت وړاندی کړ.

د کلفوورنيا د ګڼ ميشتې ايالت يو بوډا سړي چې باب ميټيويټر نوميږي په بايسکل چې د خپل ګانډي يا غوره ملګري نوم يې پريښی دی ۱۰۰۰۰۰۰ مايله سفر بشپړ کړ.

ښاغلی بابا ميټيويټر چې په ۱۹۹۰ زيږديز کال تقاعد شو له هغه وروسته يې د سايکل په چلولو پيل وکړ چې هره ورځ يې په لس ګونو مايله سفر کولو. ده ددې اونۍ تر پايه د پنجشنبې ورځې پورې يې ۱۰۰۰۰۰۰ لس لکه مايله سفر له بشپړولو وروسته د خوشالۍ جشن جوړ کړ.

دغه سپين ږيری بوډا په دې باور دی چې په نړۍ هر څوک يو ښه ملګری لري چې د ده تر ټولو ښه ملګری دغه سايکل دی. ښاغلي باب ميټيوټر ليږ تر ليږه هره ورځ ۹ مايله چې ۱۶ کيلو متره کيږي سفر کوي.

دغه امريکايی بوډا له سايکل سره بيخي ليونۍ مينه لري چې که هر ورځ هر څومره مشکل هم وي.دی سايل چلوي که واوره وي که باران او که هر بل کار وي ښاغلی باب سايکل چلوي.

باب ميټيوټر زياتوي چې دی ډير خوښ دی چې په سايکل يې لس لکه مايله سفر کړی دی. او زياتوي چې دغه سفر يې په روغتيا ډير ښه او غوره تاثير کړی دی.
او تر څو چې يې توان وي همدا سايلکل به چلوي ځکه باب وايې سايلکل چلول يې له يوې خوا د خوښې لوبه او له بلې خوا تر ټولو ښه او غوره ورزش دی.

باب ميټيوټير د خپل عمر د زياتوالي علت همدا سايکل چلول او مناسب خوراک بولي. ښاغلی باب وايې که څوک خواړي تر ډيره ژوندی او روغ رمټ پاتي شي. نو خپل غذايې رژيم ته دې پام وکړي او هره دې ليږ تر ليږه منظم ورزش ته یو ساعت وخت ورکړي.

هيره دې نه وي چې منظم ورزش ډير مهيم او ضروري دی چې هر څوک او د هر عمر درلودونکي انسان يې بايد تر سره کړي. که څه هم هغه هر ډول ورزش وي که سايکل چلول وي ، منظم حرکتونه يا کومې لوبي وي لکه منډه، فوټبال واليبال او داسې نوري لوبه چې د انسانانو د روغتيا لپاره ګټوري دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance