د نړۍ تېز ترینه بالر میچل سټارک څه غواړي؟

خبریال وېب پاڼه/ ميچل سټارک د کرکټ لوبې ځلانده ستوری، چې د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډله کې لوبه ترسره کوي، یو ځل بیا غواړي د خپلې توپ اچونې په حساب کې بل تېز بال ګوزار کړي.

نوموړي په ۲۰۱۵ کال کې د نیوځلانډ کرکټ ملي لوبډلې خلاف د خپل لوبیز ژوند تر ټولو تېزترین بال په ۱۶۰،۴ سپیډ سره ترسره کړی و، چې د کرکټ لوبې مینوال ورته ګوته په غاښ پاتې و.

دا تېز بال د نړۍ تر ټولو تېزترین ترسره شو بالونو کې پنځم مقام لري، چې لومړی شعیب اختر، دوهم او دریم شان ټایټ او بریټ لي په یو سفیډ سره ترسره کړي او همدارنګه څلورم تېز بال جیف تامسن ترسره کړی دی.

د کوویډ ۱۹ د مخنیوي په خاطر په نړۍ کې په هر ډول کرکټ بندېز و.
د دغه لوبې نړیوالې شورا د پرېکړې په اساس بیا کرکټ پیلېږي، چې سټارک هم تازه ویلي په راتلونکو لوبو کې به د ۱۶۰ سپیډ څخه تېز بال ترسره کوي.

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د قرنطین پر مهال یې پنځه کیلو ګرامه وزن هم زیات کړی دی.

۳۱ کلن سټارک هیله څرګنده کړې ده، چې د اوږد قرنطین وروسته به د کرکټ په ډګر کې ښه وځلېږي او تېز ترینه توپ اچونه به هم ترسره کړي.

د کرکټ ډېری لوبغاړي وایي، د قرنطین پر مهال یې په خپلو مهارتونو کار کړی او لا یې پیاوړي کړي دي، چې د کرکټ بیا پیل سره به ښې لاسته راوړنې ولري او ښه کرکټ به نندارې ته وړاندې کړي.

همدارنګه د کرکټ لوبې مینوال هم په ډېرې لېوالتیا سره په تمه دي، چې د دوی د خوښې لوبغاړي میدان ته راشي او یو ځل بیا ښه کرکټ ترسره کړي.

چپ لاسي چټک توپ اچوونکي میچل سټارک په ۵۷ ټيسټ سیالیو کې ۲۴۴، په ۹۱ یوه ورځینو( پنځوس اوریزو ) سیالیو کې ۱۷۸ او په ۳۱ شل اوریزو سیالیو کې ۴۳ لوبغاړي سوځولي(اوټ کړي) دي.

نوموړی په یوه ورځنیو لوبو کې ۵۶ نمبر شټ لري، چې خپله وروستۍ لوبه یې د نیوځلانډ خلاف ترسره کړې وه.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum