The news is by your side.

‌د۱۵بندونو دجوړېدو مخنیوی

خبریال وېب پاڼهد ۲۰۱۶ کال د اپریل میاشتې پر ۱۶ نېټه دافغانستان د   اوبو د تنظیم د چارو ملي‌ ادارې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د اوبو د (۱۵) بندونو د د زېربنايي‌ پروژو د تخنیکي‌ مطالعاتو په برخه کې شرکتونو ته اړتیا دهاو (۱۵) بندونه یې داوطلبي ته وړاندي‌ کړل.‌

دا بندونه په لانديډول د افغانستان د اوبو د تنظیم مليادارې یو په بل پسې لیکلي وو:‌

1. مطالعات تخنیکی پروژه آبیاری بند ذخیره دوه منده درولایت خوست

2. مطالعات تخنیکی پروژه آبیاری بند ذخیره علینگار ولایت لغمان

3. مطالعات تخنیکی پروژه آبیاری بند ذخیره پلتوئی ولایت پکتیکا

4. مطالعات تخنیکی پروژه آبیاری بند ذخیره آبتک ولایت لوگر

5. مطالعات تخنیکی پروژه آبیاری بند ذخیره زردآلو ولایت غزنی

6. مطالعات تخنیکی پروژه آبیاری بند ذخیره بازیدخیل ولایت زابل

7. مطالعات تخنیکی پروژه آبیاری و تولید برق دهنه غوربندک ولایت پروان

8. مطالعات تخنیکی پروژه آبیاری بند ذخیره گزک ولایت بامیان

9. مطالعات تخنیکی پروژه آبیاری بند ذخیره غودار ولایت دایکندی

10. مطالعات تخنیکی پروژه آبیاری بند ذخیره چال ولایت تخار

11. مطالعات تخنیکی پروژه آبیاری بند ذخیره آب شوره ولایت بادغیس

12. مطالعات تخنیکی پروژه آبیاری بند ذخیره واخی ولایت پنجشیر

13. مطالعات تخنیکی پروژه آبیاری بند ذخیره تیرپل ولایت هرات

14. مطالعات تخنیکی پروژه آبیاری بند ذخیره  دهنه بوم ولایت غور

15. مطالعات تخنیکی پروژه آبیاری بند ذخیره زرمردان ولایت فراه

دا داو طلبي د هم دغه ۲۰۱۶ کال د اپریل میاشتې پر ۲۷ نېټه پای ته ورسېده او د یادو بندونو د مطالعاتو پر پروژو د کار کولو خبر ورکړل شو.

کلونه ووتل خو لا هم نه ددغو ۱۵ بندونو د مطالعاتو د بشپړتیا خبره وشوه او نه هم بیا د ولسمشر غنيحکومت دا یادونه وکړه چې د هیواد د سمسورتیا دا ملي پروژې څه او وليوځنډېدې؟‌

دافغانستان د پارلمان وکیلان، د سنا جرګې غړي، مدني فعالان، سیاسیون او د ولس استازي ددې ملي پروژو په تړاو پټه خوله دي؛ تر دم ګړیه هیڅ یوه نهاد دا موضوع را ونه سپړله او نه هم حکومت د څه دپاسه (۴) کلونو په تېرېدو سره ولس ته ددغو پروژو په تړاو معلومات ورکړل.‌

د اوبو او برېښنا ستونزه تر امنیت را وروسته دافغان ولس لپاره تر بل هرڅه مهمه او حیاتي مسئله ده، خو ددې مسئلې سره په ټوله کې اوسنی حکومت او په ځانګړيډول ولسشر غني ډېر بابیزه چلندکوي. ‌

ولس او د ولس استازو ته په کار دي چې له حکومت نه د ملي پروژو پوښتنه وکړي او دا ځاته ثابته کړيچې ولي‌ له ولس سره شوې ژمنې نه عملي‌ کېږي یا په بله معنا د افغانستان ملياو اساسيپروژو ته پاملرنه نه کیږي.

له دې ټولو ور ها خوا دافغانستان حکومت له یوې خوا د ملي پروژو د اعلانولو وروسته بیا د عملي‌ کېدو چارې نه څاري بلکه اوس په حکومت او په ځانګړي ډول په ارګ کې ځیني کسان هڅه کوي‌ چې د ملي پروژو هغه ماسټر پلانونه چې پخوا جوړ شوي‌ وو په یوه او بله بهانه له منځه یوسي‌ چې ښه بېلګه یې د ګمبیري ډاګ د سردارمحمد داود خان ماسټر پلان دی چې اوس یې حکومت د له منځه وړلو لپاره ملا تړلې او په بشپړه توګه هڅه کويچې دا ماسټر پلان د یوه هواييډګر په پلان له منځه یوسي‌ او د اوبو د مهار دا ملي پروژه هم د هیواد د نورو پروژو په څېر خونسا کړي.‌

زما معلومات ښيي چې بره د پنځلسو اوبو بندونو د مطالعاتو پروژې د تدارکاتو د کمیسیون په الماریو کې بندې پاتې شوې دي چې مشري یې پخپله ولسمشر غني کوي .

که ولس، رسنۍ، د پارلمان او سنا جرګې ریښتوني غړي‌ ددې ملي پروژو په تړو پر ولسمشر غني فشار رانه وړيښايي‌ د هیواد ګڼې نوري ملي پروژې هم هم داسي‌ پټې پاتې او دا هیواد خدای مکړه له نورو ستونزو سره مخامخ شي.‌

لیکوال : انجینر سید احمد همدرد
د ګمبیري ډاګ په تړاو لاندي ‌مطالب !

‌د۱۵بندونو دجوړېدو مخنیوی

له مطالعې پرته پر ګمبیري ډاګ د هوايي ډګر د جوړېدو د کار پیل

ولې افغانستان د اوبو د مدیریت ماسټر پلان نلري؟‌

لویه جرګه پر ګمبیري ډاګ رابلل په کار وو!

هوايي ډګر ګمبیري دښت ته څه تاوان لري‌ ؟‌

ګمبیري دښته ! د کونړ سیند مهارول څه معنا؟‌

شینواري مشران: که حکومت ننګ نه کوي، دروازې موږ ړنګوو

د غني له لوري‌ د ګمبیري ډاګ د سمسورونکو شړل !

غني ولي‌ د ګمبیري ډاګ جاپانۍ پروژه کنسل کړه ؟‌

باور غورځنګ، د سولې ابهامات دې له ولس سره شریک شي

د روداتو ډاګ او جلیزو دښت د هوايي‌ ډګر پروژو لغوه کېدل !

ګمبیری ډاګ ولي‌ مهم دی ؟‌

پر ګمبیري ډاګ د هوایي ډګر جوړېدو پر خلاف ننګرهار کې پراخ لاریون

د ګمبیري ډاګ په تړاو د غني‌ د فرمان خلاف نن پراخ لایونونه !

    

          

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.