که چا مې وطن ته په بده سترګه وکتل سر يې په توره ور غوڅوم
خبريال ويبپاڼه / د ۱۲۹۷ ه س کال پر ۹ چې د ۱۹۹۹ زږديز کال د فبرورۍ له ۲۸ سره سمون خوري د افغانستان ټول وسلوال فوځ او خلک د مراد خاني په ميدان کې را غونډ شوي وو. تر څو د خپل يو خواخوږي سالار وينا واوري.
په دغه ميدان کې د خلکو له را غونډيدا وروسته شاه غازي امان الله خان په داسې حال کې چې په آس سپور نظامي جامي په تن وي په جوش او ولولو سره خپل ملت ته تاريخي وينا وکړه. او هغوی ته يې زيری وکړ چې له دې وروسته به هر افغان ازاد دی او هر افغان کولای چې له خپلي فردي ازادي ګټه واخلي.او ټول مليت د مساواتو او برابريو له حقوقو څخه برخمن دی.
او خپل ملت ته يې په ډير وياړ سره وويل چې زه دغه تاج د خپل هيواد د بشپړي ازدۍ او استقلال په توګه په سر ايږدم او اعلان يې وکړ چې له دې وروسته به افغانستان په بشپړه توګه ازد او استقلال لري.
شاه غازي امان خان په داسې حال کې چې د برتانيې (انګريزانو) سفر يې مخ ته ناست وو. له خپل کمر بند څخه يې توره راخلاصه کړه او په زوره يې وويل چې له دې وروسته به افغانستان د نړۍ د نورو هيوادنو په توګه بشپړ ازاد وي، او کولای شي له خپلو ټولو حقوقو څخه استفاده وکړي او که مې وطن ( افغانستان) ته چا د ويښته همره تاوان هم ورساوه او يا چا په بده سترګه ورته وکتل سر به يې په دا توره ورغوڅ کړم.
غازي امان الله خان د انګليس سفير ته د توري په سر اشاره وکړه. هغه ته يې ويل ته پو شوې!
د انګليس سفير د تعظيم په توګه د هو دود سر وخوځاوه.
غازي امان خان چې د خپل هيواد د پرمختګ او ترکي ډير سخت ارمانجن او تږی وو. د استقلال له اخيستو او د ازدۍ له جکړو وروسته يې سم دلاسه د هيواد د بيا رغولو لپاره مټي را بډوهلي.
شاه غازي له پلازمينې کابل وروسته لویو ولايتو ښارونو کې د پوهني د بنسټ ډيره کيښوده او په ټول هيواد کې يې د پوهې مشال بل کړ.
شاه غازی لومړنی افغان پاچا وو چې د خپل واک ساحه په خپله محدوده او د حکومت واک يې ووشه. په لومړي ځل يې اساسي قانون ( نظامنامه) رامځته کړه.
ريل پټلۍ او نور پرمختايې کارونه يې تر سره کړل.
د ښځو تعلم او ښووني لپاره يې ښوونځي جوړ کړل.
د لومړي ځل لپاره يې په ټول نظام کې نظم او ډسپلين رامنځته کړ.
او غوښتل يې چې خپل خوار ملت د نړۍ له سترو ملتونو سره سيال کړي.
خو د افغانستان دوښمانو پرینښود او په ډيري بې رحمي له وطنه جلا وطن او فرانسې ته ولاړ او هلته د عمر تر پايه هلته پاتي شو.
د افغانستان د ازادۍ دغه څلی د ۱۳۳۹ کال د ثور د مياشتي په پنځمه له دې نړۍ سترګي پټي کړي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.