The news is by your side.

د رواني ناروغيو سرچينې

خبريال ويبپاڼه /رواني ناروغي له دروني تاثيراتو او ضربو څخه عبارت دي چې د انسان په درون کې واقع او دغه ناروغي په ټوله نړۍ کې شتون لري. چې نارينه او ښځنه دواړه پرې اخته کيدای شي.

رواني ناروغي عبارت دي له اضطراب ، زړه تنګي، غوسه ، بې ځايه ويره ، له چاپيريال سره نه جوړښت ياد پراموشي ، او داسې نوري رواني ناروغۍ يادولای شو. هيره دې نه دوراغ غيب او بهتان هم په دغه ډول رواني ناروغيو کي شميرل کيږي.

ولي موږ په رواني ناروغيو اخته کيږو.

د جسمي ناروغيو په څير ځيني رواني ناروغۍ هم ارصي يا ميراثي وي دا په دې معنا که د چا د مور يا يا پلار کومه ناروغي وه اولاد ته يې هم ليږدول کيږي. چې له همدې امله له ځينو خلکو سره ځيني رواني ناروغۍ د پيدايښت له پيله ورسره ملې وي.

خو د رواني ناروغيو ډيری برخه اکتستابي وي او يا د ټولني د ځينو پديدو له امله په انسانانو.کې رامنځته کيږي. د رواني ناروغيو.لومړۍ سرچينه ماشومتوب او کورنۍ ده. ډيری داسې رواني ناروغۍ شته په وړکوالي کې موږ پرې اخته کيدای شو.

چې له هغې برخه اظطراب او ډار يادولای شو.
اظطراب يا دوه زړه والی هغه رواني ناروغي ده چې په دغه نارړغۍ اخته کس تل دوه زړه او د کارونو په ترسره کولو کې زړه نا زړه وي. له ملګرو ځحه ګوښه والی غوره کوي. او تل په دې فکر کوي چې ټول خلک ده ته ګوري او څاري يې. نو که غلطي وکړي وبه شرميږي نو له همدي امله د کارونو په تر سره کولو کې زړه نا رړه وي.
ددغې ناروغۍ سرچينه کورنۍ او والدين دي. ځکه که په ماشومتوب کې ماشوم ووهل او وډبول شي د هغه خبري ته پام ونشي همداسې لويږي او دا فکر د عمر تر پايه ورسره پاتي کيږي.

همداسې ډار او زړه تنګوالی او دې ته ورته نوري ناروغۍ په کورنۍ پوري تړاو لري.چې که ماشومان سم ور روزل شي په هره حبره ونه وهل شي او بل هغوي ته د ځینو شيانو په اړه بايد معلومات ورکړل شي.

له ټولو رواني ناروغانو سره بايد سم او مناسب چلند وشي. ځکه هغوی عيني داسې دي لکه څوک چې جسمي ناروغ وي.
مثلا که څوک ګوښه ګير او مضطرب وي په هغوی پسې ونه خندل شي او له هاوی سره ورته عمل اجرا نشي بلکي سم او.مناسب کار ورسره وشي.

د بيلګي په توګه که د چا سر خوږيږي يا يې په لاس درد موږ په هغه پسې نه خاندو بلکي ډاکټر ته يې بيايو. نو په روانی نارړغانو.پسې هم بايد ونه خاندو بلکي که امکان وي د هغوی درملنه وکړو او خپله ورسره سم چلند وکړو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.