کابل ميشت وګړي د ازادۍ ورځ په جوش او ولولو لمانځي

خبريال ويبپاڼه/ د زمری يا اسد ۲۸ په ټول افغانستان کې عمومي رخصي او ددغه هيواد د تاريخ يوه پرتمنيه او وياړمنه ورځ ده.
داسي يوه ورځ چې څه باندي يوه پيړۍ يعني ۱۰۱ کاله مخکي افغانانو.د نړۍ يو ستر ښکلاکي زبر ځواک ته داسې ماتي ورکړه چې آن له نوري نړی يې هم ټغير ټول شو.

د استقلال يا ازادۍ دغه وياړ د شاه غازي امان الله له لوري د افغانستان په برخه شو. دغه ميړني غازي د انګريزانو غلامي ته غاړه نه کيښوده بلکي له هغوی سره يې سختي غذاوي وکړي. چې په برکت يې افغانستان هندوستان او نوی زيږدلی پاکستان هم ازاد شو.
هيره دې نه وي چې دغه ورځ د افغانستان په تاريخ کې په زرين خط ليکل شوي.
چې هر کال د زمری ۲۸ افغانان په ډير جوش او جذبه سره لمانځه.

له نيکه بخته دادی بيا د زمری ۲۸ نيټه ده د افغانستان ټول ښارونه او لوی واټونه په دری رنګه ملي بيرغ پوښل شوي او سړی داسي فکر کو چې د افغانستان واټنو يوه نوي جامه اغوستي په تيره بيا د کابل واټونو ، کورنو او په موټرانو په پريمانه کچه درې رنګه ملي بيرغونه لګول شوي.

د زمری ۲۸ مه که څه هم په ټول افغانستان کې لمانځل کيږي خو په کابل او مشرقي ولايتونه کې په بيساري جذبه او جوش سره لمانځل کي.

هيره دي نه وي چې تيره شپه هم لا د کابل په ډيريو سيمو کې د خوشالي محفلونه نيول شوي وو.
دا دی نن ورځ سهار وختي هم ډيری خلک واټونه ته رواتلي او خپله خپلواکي لمانځي.

د يادولو وړ ده چې نن د خپلواکي په پار کابل ښار کې بې شمير د خوښي محفلونه ، کنفرانسونه او د مشاعرو او غونډو تابيا نيول شوي. چې دغه محفلونه او غونډو ته له کرښي هغې غاړي افغانان هم را غوښتل شوي او هغوی هم کابل ته رارسيدلي او غواړي چې د خپل وطن خپلواکي په ډيرې مينې سره په خپل هيواد کې ولمانځي.

بايد وويل چې سږنۍ د خپلواکي ورځ که څه هم د کرونا د وايروس له امله ټنګۍ شوي خو ډيری افغانان دې پام نه کوي د خپل هيواد د خپلواکۍ جوش يې په سر کې ده په هر ډول حالاتو کې يې لمانځي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum