The news is by your side.

له مطالعې پرته پر ګمبیري ډاګ د هوايي ډګر د جوړېدو د کار پیل

خبریال وېبپاڼه – افغان حکومت په انتهايي‌ چټکۍ له هر ډول مطالعې او امکان سنجي‌ “فیزیبلیټي سټدي“ سټډي پرته د ګمبیري ډاګ پر هوايي ډګر کار پیل کړی دی.‌

فیزیبلیټي سټدي هغه پروسه ده چې دا روښانه کوي‌ چې ایا دا سیمه د هوايي ډګر لپاره وړ سیمه ده او کنه؛ خو افغان حکومت له دې مطالعې پرته د ګمبیري ډاګ پر هوايي ډګر کار پیل کړی دی.

په کابل کې د خبریال وېبپاڼې همکار ته د ارګ سرچینو ویلي چې د ګمبیري ډاګ د هوايي ډګر د پروژې د ټیکنیټال ایټالوي شرکت د یو میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د امکان سنجۍ مطالعات پیل کړي دي، خو حکومت غواړي‌چې ددې نظر سنجۍ وړاندي ‌د دا ډګر چارې یل

ګړندۍ شي.

په ننګرهار کې د خبریال ډاټ کام همکار وايي‌ چې د ګمبیري ډاګ  د هوایي ډګر د ودانولو د تړون لومړۍ برخه، د احاطې دیوال، فینس او امنیت برجونو جوړولو په ګډون د ۷۹،۶ میلیون افغانیو په ارزښت د افغان ګلوبل اپریشن شرکت ته قرار داد ورکړل شوی دی.

 د ګمبیري ډاګ پر هوايي ډګر ۴۶میلیون ډالر لګښت راځي او چارواکي وايي د درې کلونو په موده کې به بشپړ ورغېږي.

د افغانستان ډېری وګړي د ګمبیري ډاګ د هوايي ډګر له پروژې سره سخت مخالف دي‌ او پر دغه ډاګ هوايي ډګر جوړېدل دافغانستان د اوبو د مهارولو د پروژې د مخنیوي یوه هڅه بولي.‌

د افغانستان او په ځانګړي‌ډول د ننګرهار ولس غواړي‌چې د ګمبیري ډاګ پر ځای دې د هوايي ډګر پخوانۍ پروژه عملي شي.‌

که څه هم لا تر دم ګړیه وختي دی چې وویل شي ولي محمد اشرف غني دا ملي پروژه له له روداتو ډاګ نه د د ګمبیري دښتې ته واړوله؛ خو ارګ او بلخصوص اشرف غني ته د ځینو ځانګړو کسانو له ډېر نېژدې کت سره دا هرڅه بدل شول .

بلا بیل احتمالات شته دي‌ چې د ننګرهار د روداتو د هوايي ډګر ملي پروژه څنګه د ګمبیري ډاګ د ملي پروژې پر ځای وتپل شوه.‌

ځیني افغانان په دې باور دي چې پر محمد اشرف غني د پاکستان فشار زیات وو او دا علت وو چې پاکستان ته تسلیم شو او د پاکستان د (۵۰) کلنې غوښتنې په منلو یې د روداتو د ډاګ د هوايي ډګر پروژه د ګمبیري ډاګ ته انتقال کړه .

هم دا راز د افغانستان ځیني ‌نور وګړي ‌بیا وايي ‌چې پر ښاغلي غني ‌راڅرخېدلې کړۍ چې د ننګرهاریانو برخه یې ډېره درنده ده له ګاونډي هیواد پاکستان سره لاس پټ کړی او د سردارمحمد داود خان دا ملي پروژه ( ګمبیري ډاګ) یې له کرهڼیزي پروژې صنعتي پروژې ته د اړولو په نیت دا کار وکړ.

ځیني‌ نور بیا په دې باور دي چې غني‌ د اغزن تار پر سر له پاکستان سره معمله کړې او اوس ې د دوهمې دورې لپاره د خپل واک د غځولو په نیت له پاکستان نه د همایت د ترلاسه کولو په موخه یې پاکستان ته د ګمبیري ‌ډاګ قرباني‌ ورکړه.‌

افغان ولس هڅه کوي‌چې د ګمبیري ډاګ د زرغونېدلو ملي پروژه پر خپل ځای پاتې شي او هوايي ‌ډګر په روداتو ډاګ کې جوړ کړل شي‌ چې د سروې او نظر سنجۍ چارې یې په بشپړه توګه تر سره شوې دي.‌

که چېرته حکومت دا ملي پروژه بیا هم د پاکستان په فشار پرمخ یوسي، ښايي د ولس له سخت غبرګون سره مخامخ شي‌.

لیکوال : انجینر سید احمد همدرد
د ګمبیري ډاګ په تړاو لاندي ‌مطالب !

له مطالعې پرته پر ګمبیري ډاګ د هوايي ډګر د جوړېدو د کار پیل
ولې افغانستان د اوبو د مدیریت ماسټر پلان نلري؟‌
لویه جرګه پر ګمبیري ډاګ رابلل په کار وو!
هوايي ډګر ګمبیري دښت ته څه تاوان لري‌ ؟‌
ګمبیري دښته ! د کونړ سیند مهارول څه معنا؟‌
شینواري مشران: که حکومت ننګ نه کوي، دروازې موږ ړنګوو
د غني له لوري‌ د ګمبیري ډاګ د سمسورونکو شړل !
غني ولي‌ د ګمبیري ډاګ جاپانۍ پروژه کنسل کړه ؟‌
باور غورځنګ، د سولې ابهامات دې له ولس سره شریک شي
د روداتو ډاګ او جلیزو دښت د هوايي‌ ډګر پروژو لغوه کېدل !
ګمبیری ډاګ ولي‌ مهم دی ؟‌
پر ګمبیري ډاګ د هوایي ډګر جوړېدو پر خلاف ننګرهار کې پراخ لاریون
د ګمبیري ډاګ په تړاو د غني‌ د فرمان خلاف نن پراخ لایونونه !

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.