له مطالعې پرته پر ګمبیري ډاګ د هوايي ډګر د جوړېدو د کار پیل
خبریال وېبپاڼه – افغان حکومت په انتهايي چټکۍ له هر ډول مطالعې او امکان سنجي “فیزیبلیټي سټدي“ سټډي پرته د ګمبیري ډاګ پر هوايي ډګر کار پیل کړی دی.
فیزیبلیټي سټدي هغه پروسه ده چې دا روښانه کوي چې ایا دا سیمه د هوايي ډګر لپاره وړ سیمه ده او کنه؛ خو افغان حکومت له دې مطالعې پرته د ګمبیري ډاګ پر هوايي ډګر کار پیل کړی دی.
په کابل کې د خبریال وېبپاڼې همکار ته د ارګ سرچینو ویلي چې د ګمبیري ډاګ د هوايي ډګر د پروژې د ټیکنیټال ایټالوي شرکت د یو میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د امکان سنجۍ مطالعات پیل کړي دي، خو حکومت غواړيچې ددې نظر سنجۍ وړاندي د دا ډګر چارې یل
ګړندۍ شي.
په ننګرهار کې د خبریال ډاټ کام همکار وايي چې د ګمبیري ډاګ د هوایي ډګر د ودانولو د تړون لومړۍ برخه، د احاطې دیوال، فینس او امنیت برجونو جوړولو په ګډون د ۷۹،۶ میلیون افغانیو په ارزښت د افغان ګلوبل اپریشن شرکت ته قرار داد ورکړل شوی دی.
د ګمبیري ډاګ پر هوايي ډګر ۴۶میلیون ډالر لګښت راځي او چارواکي وايي د درې کلونو په موده کې به بشپړ ورغېږي.
د افغانستان ډېری وګړي د ګمبیري ډاګ د هوايي ډګر له پروژې سره سخت مخالف دي او پر دغه ډاګ هوايي ډګر جوړېدل دافغانستان د اوبو د مهارولو د پروژې د مخنیوي یوه هڅه بولي.
د افغانستان او په ځانګړيډول د ننګرهار ولس غواړيچې د ګمبیري ډاګ پر ځای دې د هوايي ډګر پخوانۍ پروژه عملي شي.
که څه هم لا تر دم ګړیه وختي دی چې وویل شي ولي محمد اشرف غني دا ملي پروژه له له روداتو ډاګ نه د د ګمبیري دښتې ته واړوله؛ خو ارګ او بلخصوص اشرف غني ته د ځینو ځانګړو کسانو له ډېر نېژدې کت سره دا هرڅه بدل شول .
بلا بیل احتمالات شته دي چې د ننګرهار د روداتو د هوايي ډګر ملي پروژه څنګه د ګمبیري ډاګ د ملي پروژې پر ځای وتپل شوه.
ځیني افغانان په دې باور دي چې پر محمد اشرف غني د پاکستان فشار زیات وو او دا علت وو چې پاکستان ته تسلیم شو او د پاکستان د (۵۰) کلنې غوښتنې په منلو یې د روداتو د ډاګ د هوايي ډګر پروژه د ګمبیري ډاګ ته انتقال کړه .
هم دا راز د افغانستان ځیني نور وګړي بیا وايي چې پر ښاغلي غني راڅرخېدلې کړۍ چې د ننګرهاریانو برخه یې ډېره درنده ده له ګاونډي هیواد پاکستان سره لاس پټ کړی او د سردارمحمد داود خان دا ملي پروژه ( ګمبیري ډاګ) یې له کرهڼیزي پروژې صنعتي پروژې ته د اړولو په نیت دا کار وکړ.
ځیني نور بیا په دې باور دي چې غني د اغزن تار پر سر له پاکستان سره معمله کړې او اوس ې د دوهمې دورې لپاره د خپل واک د غځولو په نیت له پاکستان نه د همایت د ترلاسه کولو په موخه یې پاکستان ته د ګمبیري ډاګ قرباني ورکړه.
افغان ولس هڅه کويچې د ګمبیري ډاګ د زرغونېدلو ملي پروژه پر خپل ځای پاتې شي او هوايي ډګر په روداتو ډاګ کې جوړ کړل شي چې د سروې او نظر سنجۍ چارې یې په بشپړه توګه تر سره شوې دي.
که چېرته حکومت دا ملي پروژه بیا هم د پاکستان په فشار پرمخ یوسي، ښايي د ولس له سخت غبرګون سره مخامخ شي.
لیکوال : انجینر سید احمد همدرد
د ګمبیري ډاګ په تړاو لاندي مطالب !
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.