The news is by your side.

باور غورځنګ، د سولې ابهامات دې له ولس سره شریک شي

خبریال وېب پاڼه/دا ځل باور غورځنګ له بدخشانه هم د سولې پر ابهاماتو او همداراز د ګمبیري هوایي ډګر پر وړاندې د مخالفت لاریون وکړ.

د باور غورځنګ په بدخشان کې د یوه پراخ لاریون په ترڅ کې له حکومت څخه د سولې د روان بهیر له ابهاماتو د پردې پورته کولو غوښتنه وکړه. لاریون والو همداراز د ګمبیري هوایي ډګر په مخالفت هم شعرونه ورکول.

دا چې تلپاتې سوله او ثبات د دې خاورې د ځوریدونکو خلکو له عاجل اړتیاو څخه ده ، موږ د تلپاتې او ثبات لرونکي سولې او ثبات لپاره راوتي یوو، او موږ د ملت دا ارمان زموږ د زړونو په ژورو کې ځای کړی. اما، بدبختانه د کلونو په تېرېدو په ځانګړي ډول په تېرو دریو کلونو کې د سولې په نوم د خلکو د غولولو پروژې په لار اچول شوي يوازې یې تروریستي پروژو او د بهرنيو لاسوهنې ته لار هواره کړې شواهد روښانه دي چې د افغانستان حکومت د سولې په اړه هیڅ یوه تګلاره او پالیسي نه لري او نه دا توان تر اوسه په دوی کې لیدل شوی چې د سولې لپاره دې کومه تګلاره ولري.

د دغه غورځنګ یوه غړي وو چې، بارو غورځنګ د ولس له منځه راپورته شوی غورځنګ دی او د دې ولس استازيتوب کوي، موږ خپلو ملي ګټو او د ملي حاکميت او ارزښتونو په رڼا کې د سولې تعریف او د دې لپاره عملي کار په لاندې ډول غواړو:

لومړی: سوله باید د ملي او دیني ارزښتونو ته په کتو تعریف او د ملت سره شریک شي.

دویم: د سولې په هکله د هر لوري سره د خبرو پر مهال د ملي نوامیسو حفظ، ځمکنۍ بشپړتیا، ملي سیاست او منافع باید تعریف شي او عملي بڼه ورکول شي.

دریم: د مذاکراتو ټولې خواوې باید د سولې په هکله خپل واضح موقف ولري او هيڅ ډول ابهام باید پاتې نه شي، کنې دا سولې لپاره اوسني مبهم ګامونه د ملت لپاره په هيڅ مانا د منلو نه دي.

څلورم: د سولې لپاره چې په تېره کې کوم کار شوی او په راتلونکی څه کېږي باید ژر تر ژره د ملت سره شریک شي.

پینځم: د سولې لپاره ټاکل شوی هئيت باندې باید له سره غور وشي او د ملت له منځه خلک و ټاکل شي نه دغه ډول مافيایي کړۍ او یا هم خلک.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم په بېلا بېلو ولایتونو کې دغه غورځنګ د ملي ګټو په ننګه او په ځانګړې توګه د ننګرهار په ولایت کې د ګمبېري پر دښته د هوايي ډګر جوړولو په مخالفت کې لاریونونه کړي وو.

ویل کېږي دغه سیمه کې د هوایي ډګر جوړول په لوی لاس پاکستان ته د کونړ د اوبو واک سپارل دي.

د یادونې وړ ده چې پاکستان او ایران هره ورځ د ترهګرو په وسیله زموږ سرتېري، سپین ږیري، سپين سرې، ځوانان او ماشومان را شیهدانوي، ځوانان مو سوځي، په اوبو کې یې غرقوي، او کونړ مو په راکټونو راولي، د ترهګرو په وسیله زموږ جوماتونه، کورونه او حُجرې ورانوي خو زموږ خاین چارواکي دوی ته د ګمبېرۍ ډاګ ډالۍ کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.