The news is by your side.

پاکستان کې د غلطو پېچکاریو له امله ناروغان ړانده شوي

خبریال وېب پاڼه/ په پاکستان کې د غلطو پیچکاریو له امله چې ناروغان ته لګول شوي، اوس ناروغانو د سترګو د لیدنې حس له لاسه ورکړی او ړانده شوي دي.

دا پېښه د پاکستان په ابېټ آباد ښار د ابوب مېډېکل کمپلېکس چې یو مشهور خصوصي روغتون دی د سترګو د ناروغیو په برخه کې رامنځته شوې.

ایوب مېډېکل کمپلېکس په پاکستان کې د ناروغیو مجهز خصوصي روغتون دی چې هره ورځ پرې د ناروغانو ګڼه ګوڼه جوړه وي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر اساس په دې روغتون کې ٩ کسانو ته دا پیچکارۍ لګول شوي چې ټول اوس په سترګو ړانده دي.

راپورونه کاږي، چې په دې نهه کسانو کې د پاکستان د فوټبال پخوانی ملي لوبغاړی هم دی چې اوس په سترګو څه نه ویني.

د دې روغتون مشر رسنیو ته په دې اړه ویلي، چې ناروغانو ته لګول شوې پیچکارۍ د څېړنو لپاره لابراتوار ته لېږل شوې او د پایلو له راوتلو وروسته به یې معلومات له خلکو سره شریک کړي.

ناروغان له سیمه اییز حکومت غواړي چې د پیچکارۍ لګولو په برخه کې چې هر چا دا کار له قصداً کړی وي و دې نیول شي او قانوني چلند دې ورسره وشي.

ویل کیږي ایوب مېډېکل کمپلېکس ډېر مشهور روغتون دی چې نه یوازې د پاکستان خلک بلکې زموږ ډېر افغانان هم د ناروغۍ د تداوۍ لپاره ورځي.

دا لومړی ځل دی چې په یو هېواد کې غلطې پیچکارۍ د ناروغانو د لیدلو حس ړندوي.

پاکستان د روغتیایي خدمتونو او فعاله روغتونونو او ډاکټرانو له پلوه په سیمه او د افغانستان په ګاونډ کې وتلی هېواد دی، چې افغانان هم د سختو ناروغیو پر مهال ورځي.

د افغان حکومت او پاکستاد ترمنځ د سیاسي کړکېچ رامنځته کېدو سره چې پاکستان د افغانستان سره پولې وتړلې او یا یې وخت نا وخت تړلې وي، له امله یې افغانان د سختو ناروغیو پر مهال کړیږي او د دواړو هېوادو د سیاسي اړیکو له امله روغتیایي خدمات قرباني کیږي او هېواد وال اړ کیږي چې د پاکستان پر ځای بل هېواد ته د تداوۍ لپاره ولاړ شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.