The news is by your side.

له بند خوشې شوي طالبان بېرته په جګړه کې نیول کیږي

خبریال وېب پاڼه/ د افغان حکومت له بند خوشې شوي طالب بندیان بېرته د جګړې ډګر ته ځي او په جګړه کې نیول کیږي.

تازه د بګرام له زندان خوشې شوی طالب بېرته د جګړې په میدان کې نیول شوی.

دا طالب زنداني د کوچني اختر په ورځو کې د بګرام له زندان خوشې شوی.

نوموړي طالب ژمنه کړې وه چې بیا به د جګړې لپاره نه ځي، خو یاد طالب یو ځل بیا د جګړې په میدان کې د خوشې کېدو له اسنادو سره نیول شوی.

له دې طالب سره شپږ نور وسله وال طالبان هم په جنګ افغان سرتېرو نیولي دي.

افغان حکومت تر دې وړاندې د طالبانو له خوشې کولو سره ځکه موافقه نه کوله، چې جګړې ته بېرته د نه راستنېدو لپاره د طالبانو خوشې کولو تضمین نشته.

د طالبانو مشرانو او خوشې شویو طالبانو ژمنه کړې چې له ازادېدو وروسته به بېرته جګړې ته نه راځي، خو ټول خوشي شوي طالبانو بېرته جګړې ته راګرځېدلي، په جنګ کې لیدل شوي او یو شمېر یې بیا نیول شوي هم دي.

د بګرام نه د خوشې شوي طالب زنداني چې بېرته په جګړه کې نیول شوی، له دې ښکاري چې طالبان سولې ته ژمن نه دي او یا بېرته د جګړې د شدت لپاره استول کیږي.

د امریکا او طالبانو سره د سولې له هوکړې وروسته،چې طالبانو ته په کې د تاوتریخوالي د کمولو شرط وړاندې شوی جګړې بېرته زور اخیستی، یو لامل یې هم له بند د طالب زاندانیانو خوشې کول وو، چې بېرته جګړې ته تللي او تاوتریخوالی زیات شوی.

طالبانو د سولې له هوکړې وروسته له افغان حکومت سره د بین الافغاني مذاکراتو کږلو لپاره د خپلو ٥ زره بندیانو د خوشې کولو او افغان حکومت د ١٠٠٠ سرتېرو د خوشې کولو شرط وړاندې کړ.

افغان حکومت تر دې دمه ډېر طالب بندیان خوشې کړي او دا لړۍ به دوام وکړي، خو ټینګار لري چې د درنو جرمونو ترسره کوونکي ٦ سوه طالب بندیان به خوشې نه کړي، هېڅ قانون د درنو جرمونو طالب بندیانو د خوشې کولو اجازه نه ورکوي.

اوس مهال د بین الافغاني مذاکراتو د پیل پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ همدا د بندیانو د خوشې کولو او د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي د کمولو مسله ستر خنډ دی، که څه د زندانیانو د ازادولو لړۍ دوام لري، خو د تاوتریخوالي د کمولو ژمنه سر ته نه ده رسېدلې چې د طالب بندیانو په خوشې کولو سره تاوتریخوالی نور هم زیات شوی.

په ورته مهال امریکا د طالبانو سره د سولې هوکړې پر اساس په ننګرهار کې د خپلو ځواکونو دوه نورې هډې هم تخلیه کړې او امنیتي ځواکونو ته یې وسپارلې، چې امریکا به په همدې توګه د خپلو ځواکونو د کمولو لړۍ ته دوام ورکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.