The news is by your side.

د اوړي د لمر تودوخه د کرونا ویروس په ٣٤ دقیقو کې له منځه وړي

وېب پاڼه/ نوې علمي څېړنې ښیي، چې داوړي د لمر تودوخه د کرونا ویروس د ٣٤ دقیقو په جریان کې ٩٠ سلنه له منځخ وړي.

د کرونا ویروس ٩٠ سلنه جوړښت په له منځه تللو سره په زیات احتمال سره د کرونا ناروغۍ تولید کمزوری کیږي.

د دې علمي څېړنې پایلې چې د فوټو شیمي او فوټو بیولوژي په ژورنالونو کې خپرې شوې وې، ښیي چې د اوړي د ماپښین مهال لمر چې ډېره انرژي او تودوخه لري د کرونا ویروس په له منځه وړلو کې ډېر اغېزمن دی.

د دې څېړنو پایلو همدا راز وښووله، چې د مني موسم په وروستیو او ژمي په لومړیو کې چې لنډې ورځې لري او د لمر تودوخه کمه او کمزورې وي، کرونا ویروس د لمر د تودوخې پر وړاندې ډېر مقاومت درلود نو ځکه له یوې ورځې یا له هغې ډېر یې دوام درلود.

هغه څېړنې چې د ١٩١٨ او ١٩١٩ کلونو ترمنځ د انفلونزا وژونکي ناروغۍ پر مهال ترسره شوې وې، څرګنده شوې وه، هغه کسان چې د لمر له تودوخې سره ډېر مخامخ کیږي او د لمر د وړانګو لاندې کېناستل او په آزاده هوا کې اوسېدل له انفولونزا مرګوني ناروغۍ د ربېدو او ژوندي پاتې کېدو ډېر چانس یې درلود.

د کرونا ویروس د له منځه تللو لپاره څېړنې داسې مهال خپریږي، چې تر اوسه په ټوله نړۍ کې ٩,٢ میلیون وګړي پر دې ناروغۍ اخته دي او٤٧٤ زره کسان ترې مړه شوي.

تر دې وړاندې هم د دې ویروس د له منځه تللو لپاره د اوړي موسم د لمر تودوخه ښودل شوې وه، چې د لمر د ٣٠ درجې پورته تودوخې کې دا ویروس له منځه وړل کیږي، خو دا ادعا بیا رد شوه.

د کرونا ویروس د ختمېدو لپاره اوس د یو شمېر هېوادونو له لوري بریالي واکسین جوړ شوي، چې په ناروغانو یې مثبته پایله ورکړې، خو تر اوسه وېشل شوي نه دي، خو په ګرمو هېوادونو کې د دې ناروغۍ شدت هم را کم شو.

اوس مهال په افغانستان کې هم د کرونا ویروس د ورک کېدو په حال کې دی، په ځانګړې توګه د افغانستان په ختیځه حوزه کې چې ګرمه هوا لري.

د افغانستان ختیځ زون کې اوس مهال د کرونا ویروس ختم شوی او په ځانګړې توګه په ننګرهار ولایت کې چې هوا یې تر ٤٢ درجو ګرمه وي، د هوا په ګرمېدو سره په دې ولایت کې دا ویروس ورو ورو ختم شو او ناروغان یې هم ورغېدل.

هرات چې د افغانستان د کرونا ناروغانو له مرکز ګڼل کېده او له دې ولایت یې نورو ولایتونو ته هم سرایت وکړ، په لومړیو کې یې په هرو ٢٤ ساعتونو کې په سلګونه مثبتې او لسګونه مړینې پېښې درلودې، خو اوس د هوا په ګرمېدو سره په دې ولایت کې هم د کرونا ویروس یا کووېډ١٩ کووېډ١٩ناروغۍ په کمېدو ده.

د کووېډ١٩ ناروغۍ د امریکا په نیویارک، برازیل، برېټانیا او نورو اروپایي هېوادونو کې په زرګونه کسان ووژل، د یادو هېوادونو مهم ښارونه چې د کووېډ١٩ کووېډ١٩ ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي په موخه تړل شوي وو،ورو ورو پرانیستل شول او د احتیاطي تدابیرو په نیول کېدو سره خلک بېرته خپلو عادي او ورځنیو چارو ته را ګرځېدلي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.