The news is by your side.

د بالیووډ سینما تر ټولو ګران بیه اداکاره پېژنئ؟

خبریال وېب پاڼه/په ټوله نړۍ کې دوه سینما ګانې زیاتې مشهورې دي او په نړیواله کچه ښه فلمي صنعت هم لري، چې یوه یې هالیووډ او دویمه یې بالیووډ ده.

په هالیووډ کې د غربي نړۍ او په ځانګړې توګه د امریکا او بریتانیا فلمي صنعت وړاندې کېږي او په بالیووډ کې بیا د هندي فلمونو صنعت نړۍ ته وړاندې کېږي.

د هندي سینما یا بالیووډ ډېری اداکارانې اوس په کمو پیسو په فلم کې کار کولو ته زړه نه ښه کوي. دوی چې پوهې شي، ښه شهرت لري او له ښایست سربېره د اداکارۍ ښې وړتیاوې په ځان کې لري، په فلمونو کې خپل رول ادا کولو ته خورا لوی قېمت ټاکلي.

دیپکا پادکون یوه له هغو ده چې په دې وروستیو کې یې خپل لوبیز کرکټر د بلې هرې هندۍ اداکارې په پرتله لوړ کړی دی. نوموړې په یوه فلم کې د کار کولو لپاره له فلم جوړوونکې کمپنۍ څخه ۲۰۰ ملیونه هندۍ کلدارې اخلي.

پادګون تازه د سویلي هند له مشهور اداکار سره په یوه فلم کې په کار کولو لګیا ده چې په نیږدې راتلونکي کې به یې د جوړېدو چارې بشپړې شي. د پراباس نوم به ښایي ډېرو ته آشنا وي ځکه نوموی د سویلي هند د فلمي صنعت مشهور اداکار بلل کېږي. نوموړي د باهو بلي په نوم د یوه مشهور فلم دوې برخې جوړې کړې چې د مینوالو له خورا تود هرکلي سره مخ شوې دي.

له دیپکا سره د پراباس را روان فلم په دریو ژبو جوړېږي، چې له هندي سربېره تامل او تیلګو ژبې هم په کې کارول شوې دي.

له دې سره هم مهاله بالیووډ سینما د دیپکا او شاه روخ له نوي فلم جوړونې څخه هم خبر ورکوي. ویل کېږي دواړو خپل چمتووالی ښودلی دی او تمه ده چې په نیږدې راتلونکي کې ورباندې کار پیل کړي.

د یادونې وړ ده چې له پراباس سره په روان فلم کې نوموړې ۲۰ کروړه کلدارې ترلاسه کړې دي چې دا د هندي سینما په تاریخ کې تر ټولو لوړ قېمت بلل کېږي.

خو هېره دې نه وي چې د بالیووډ په فلمي صنعت کې د نارینه اداکارو قېمت اوس هم تر ښځینه و ډېر لوړ دی. ویل کېږي د دیپکا او پراباس په جوړېدونکي فلم کې د پراباس لپاره ۵۰ کروړه هندۍ کلدارې چې ۵۰۰ ملیونه کېږي، منل شوې دي.

د دغه فلم چارې به د روانې نړیوالې وبا په نسبي کنټرول سره پیل شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.