The news is by your side.

سلام مخابراتي شرکت د طالبانو او مافیا په نیابتي جګړه کې

خبریال وېب پاڼه/ وسله والو طالبانو په ټول هېواد کې د سلام مخابراتي شرکت ته ګواښ ورکړی.

طالبان وایي په ټول هېواد کې به د سلام مخابراتي شرکت د دوی نظامي موخه وي او خلک باید دا سیم کارتونه ونه کاروي.

طالبانو د سلام مخابراتي شرکت لپاره اعلامیه خپره کړې او ګواښ یې کړی چې د دې شرکت له مسؤولینو او کارکوونکو سره به د استخباراتي کسانو په څېر چلند کوي.

دوی خبرداری ورکړی چې د سلام مخابراتي شرکت موټرونه او وسایل به هم پرېنږدي او ټول به د خپلو بریدونو لاندې نیسي.

طالبانو په دې اړوند اعلامیه کې د سلام مخابراتي شرکت د مسؤولینو، کارکوونکو او وسایلو ګناه نه ده ویلي، چې په کومه ګناه او سرغړونه دوی خپله نظامي موخه ګرځوي.

دا چې سلام حکومتي مخابراتي شرکت دی، نو د دې لپاره یې هم طالبان خپله نظامي موخه ګرځوي. طالبانو کال وړاندې سلام شرکت ته په ګواښ کې په خپره کړې اعلامیه کې دا شرکت حکومت او ملي امنیت ته پر جاسوسۍ او استخباراتي معلوماتو ورکولو تورن کړی وو، خو اوس یې په خپره کړې اعلامیه کې ورته څه نه دي ویلي او نه یې د دې شرکت سرغړونه په ګوته کړې.

د دې مخابراتي شرکت کارونه چې د مخابراتو وزارت په مشرۍ مخ ته ځي، یاد وزارت وایي، د طالبانو له دې ګواښونو او خبرداریو سربېره به خپل فعالیتونه ونه دروي او حکومت باید په ټولو ولایتونو کې د سلام مخابراتي شرکت د کارکوونکو او دستګاوو امنیت ته پاملرنه وکړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې نورې مخابراتي دستګاوې کار نه کوي او طالبان وخت نا وخت مخابراتي پایې غورځوي. خو د سلام سیم کارتونه د طالبانو په سیمو کې هم فعالیتونه کوي.

طالبانو له دې یو کال وړاندې هم د سلام مخابراتي شرکت ته ګواښونه کړي وو او د خپل واک لاندې سیمو کې یې د مخابراتو خدمات درولي وو، یوازنۍ شرکت سلام وو چې د دوی د واک لاندې سیمو کې یې د طالبانو له ګواښونو سره سره هم کار کاوه، خو هغه ملکي وګړو چې د سلام له سیم کارتونو یې ګټنه اخیسته وژلي دي او د طالبانو ولکې لاندې سیمو کې ملکي وګړي هم د طالبانو له وېرې د سلام له سیم کارتونو ګټه نه شي اخیستلی.

طالبانو که څه هم د سلام سیم کارت استعمالوونکو ته ګواښ نه دی کړی، خو ترې غوښتي یې دي، چې دا سیم کارتونه استعمال نه کړي.

په کور دننه یو شمېر شننوونکي وایي، چې طالبانو سره په دې معامله کې د داخلي مخابراتي شرکتونو لوی لاس هم دی، ځکه د سلام خدماتو او اسانتیاوو د هغوی منافع او لوی رشوتونه د فاسدو چارواکو شخصي جیبونو ته ټکني کړي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.