The news is by your side.

جګړه د کابل ښار څنډو ته راغلې، حکومت په څه لګیا دی؟

خبریال وېب پاڼه/په دې وروستیو کې جګړې په اعظمي توګه شدت موندلی او په لوی شمېر ولایتونو کې جګړه روانه ده.

جګړه په لویه کې د کابل ښار تر څنډو راغلې ده او په دې وروستیو کې د ښار په منځ کې د وسله والو مخالفینو چیریکي بریدونه هم زیات شوي چې خلک یې سخت اندېښمن کړي دي.

تېره ورځ په سروبي کې افغان ځانګړو ځواکونو چاڼیز عملیات ترسره کړي دي چې په ترڅ کې یې ۲۵ وسله والو طالبانو او کابل ته د دغې وسله والې ډلې والي هم وژل شوی دی.

په ورته وخت کې د کابل په زړه ارزان قېمت، هخوا د کابل په جنوب لویدیځه دروازه کمپنۍ او پغمان ولسوالۍ کې هم د وسله والو طالبانو تحرکات زیات شوي چې د سیمې او ښار خلک یې سخت اندېښمن کړي دي.

د بین الافغاني مذاکراتو په هکله د خبرو له تودېدو سره د هېواد په کچه په ټولو ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو تهاجمي بریدونه زیات شوي دي او تېره ورځ د کندهار په خاکریز ولوالۍ کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې یو ځل بیا پر طالبانو باندې بمباري پیل کړې ده.

یو شمېر شنونکي او په حکومت کې د ننه سیاسیون وایي چې امریکا د پاکستان په همکارۍ غواړي په افغان حکومت باندې دایره را تنګه کړي او یو ځل بیا د ۹۰ لسیزې تریخ تکرار وګوري، خو په ورته وخت کې که څه هم په ظاهره حکومت وایي چې په را روانه سوله کې به له خپلو ټولو ملي ارزښتونو څخه کلکه دفاع کوي.

بل پلو د ګډ حکومت مشران د حکومتي وېش پر سر لا هم سره وران دي او له همدې امله د بین الافغاني خبرو چارې ټکنۍ شوې دي.

ټاکل شوې وه چې له امریکا سره د وسله والو طالبانو له هوکړې څو اونۍ وروسته د حکومت او طالبانو مخامخ خبرې پیل شي خو د واک تندې دا چاره هم ځنډنۍ کړه.

ګڼ شمېر عام افغانان په حکومت نیوکه کوي چې د دوی د څوکۍ سالارۍ له امله زرګونه افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او د ګڼ شمېر نورو ژوند له ګواښ سره مخ دی. دوی پر حکومت غږ کوي چې د سولې لپاره دې لاسونه سره یو کړي او هېواد روان برخلیک دې ښه لور ته بوځي.

طالبان چې د پاکستان له کلک ملاتړ څخه برخمن دي، هڅه کوي د پاکستان ټولې یا ډېرې ګتې په بین الافغاني خبرو کې تضمین کړي او له همدې امله یې افغان وژنې ته دوام ورکړی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.