جګړې ترې نیم بدن واخیست، اوس وړیا درس ورکوي

خبریال وېب پاڼه/تاسې به لیدلي وي چې ډېری خلک له ژوند نه ناراضه دي او له سالم بدن سره سره بیا هم د هېڅ کار کولو جوګه نه وي.

راځئ نن مو د داسې یو کس د ژوند له تریخ خو هیله بښوونکي داستان خبر کړو چې په لس کلنۍ کې یې د خپل بدن نیمه برخه د جګړې تنور کې له لاسه ورکړه خو د خپل اوږد ژوند له پاره یې هیلې و نه بایللې او خپلو زده کړو ته یې دوام ورکړ.

۲۹ کلن ګلزار حسین چې اوس مهال د کوزې پښتونخوا د کورمې په پاړه چنار کلي کې د یوه سیمه ییز ښوونځي ښوونکی دی، له تېرو دوو کلونو را هیسې په وړیا ډول زده کوونکو ته درس وایي.

نوموړی له نن څخه شاوخوا ۲۰ کاله وړاندې داسې مهال د خپل خواږه وجود نیمه برخه له لاسه ورکړه چې لا یې فکر هم نه کاوه په دې ډول حالت کې دې ځان وویني. حسین چې هغه مهال ۱۰ کلن ؤ، خپلو پټیو ته په لار ؤ چې ناڅاپي ماین چاودنه کوي او دی پر ځان نه خبرېږي.

له پوره ۲۵ میاشتو وروسته د ده درملنه کېږي خو د وجود نیمه برخه (دواړې پښې) په بېخ کې ورته پرې کوي. حسین له دوو پښو سربېره یو لاس او یوه سرګه هم د تل لپاره بایلي خو پر وړاندې پروت د ژوند اوږد مزل ته د هیله مندۍ په رسۍ ځان تړي.

د ښوونځي سختۍ:

ګلزار حسین چې د نیم بدن تر پرې کېدو وړاندې یې یو ټولګی درس ویلی ؤ، اوس نو اړ ؤ چې پاتې درس هم ووایي خو زیاتوي چې تر چاودنې وروسته یې ښوونځی بېرته له سره پرې پیل کړ. د معلوماتو له مخې نوموړی ښوونځي ته لس کاله په خره باندې تګ راتګ وکړ.

د نوموړي هیلې دومره اوچتې وې، چې کله یې هم ځان له زده کړو پر شا نه کړ.

په دې مزل کې حسین یوازې نه ؤ، پلار یې تر تولو ستره تکیه ګاه وه. نوموړی وایي چې پلار به مې تل را ته ویل چې بچو د روښانه سبا یوازینۍ لار همدا ښوونځي ویل او زده کړې کول دي نو همت به له لاسه نه ورکوې.

دا چې اقتصادي حالت یې ښه نه ؤ، پلار یې ورته وییل چییر نه شوای اخیستلی نو اړ ؤ چې په خپله خره باندې په تګ راتګ قناعت وکړي.

نوموړی وايي چې له خرې نه په ځلونو ولوېدم او حالت به مې یې را خراب کړ خو چاره نه وه، نو اړ وم چې خپل مزل جاري وساتم تر دې چې د ښوونځي مل مې هم پای ته ورساوه.

وروسته یې په علامه اقبال پوهنتون کې خپلې لوړې زده کړې وکړې او په اسلامي برخه کې یې لیسانی وکړ.

د ګلزار د کار پړاو:

ګلزار حسین په ۲۰۱۴ ز کال کې خپلې لوړې زده کړې پای ته ورسولې او نور نو کار ته مخه کوي.

نوموړی وایي چې په لوموړیو کې مې په خپل کلي کې د ښوونکي په توګه زده کوونکو ته تدریس پیل کړ خو دا دنده یې په رسمي او دایمي ډول رانکړه او په قراردادي ډول یې وګمارلم.

له څه وخت وروسته یې ورباندې د ښوونکي په توګه معاش چې ۶۰۰۰ کلدارې کېده، هم بند کړی دی. حسین له تېرو دوو کلونو را هیسې د خپل کلي ښوونځي کې په وړیا ډول زده کوونکو ته درس ورکوي او د سیمه ییز حکومت لخوا ورته هېڅ پاملرنه شوې نه ده.

حسین وایي په ځلونو مې له اړوندو کسانو څخه د خپل معاش غوښتنه وکړه، خو په وینا یې ژمنې کوي اما عمل یې نشته.

نوموړي لا هم خپل همت بایللی نه دی او خپل ورځنی ژوند په پوره حوصله مخته وړي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More