ننګرهار کې په لومړي ځل د سر بریالي عملیات وشول

خبریال وېب پاڼه/ننګرهار ولایت کې په لومړي ځل د سر عملیات ترسره شول چې ټولې چارې یې بریالۍ بلل شوې دي.

د ننګرهار د رسنیو له دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه ولایت کې په لوموړي ځل د یوه ماشوم د سر عملیات ترسره شوي دي چې چارې یې بریالۍ وې.

دا لوموړی ځل دی چې په هېواد کې د ننه د سر عملیات ترسره کېږي. تر دې وړاندې به دغه ډول ناروغان ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته د ورته سعملیاتو د ترسره هکولو لپاره تلل چې ډېری به یې پاکستان ته مجبورېدل.

د ننګرهار په سیمه ییز روغتون کې د یوه پینځه کلن ماشوم چې په سر کې یې یوه دانه یا کتله (Hydatid Cyst) را منځته شوې وه، د نوموړي عملیات په بریالۍ توګه ترسره شوي او ویل کېږي چې ماشوم اوس د ښه والي او روغتیا احساس کوي.

تر دې وړاندې دا او ورته ناروغان سره له دې چې کمزوری اقتصاد به یې درلود، بهر ته به د خپلو عزیزانو د درملنې لپاره تلل. ډېری افغانان خپل ناروغان ګاونډي پاکستان ته د درملنې لپاره بیایي چې هلته له ګڼو ستونزو سره مخ کېدل.

کله به چې له پاکستان سره د افغانستان سیاسي ستونزې زیاتې شوې، د دواړو هېوادونو تر منځ دروازو کې به ګڼ شمېر ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ډېری نورو ته به په پاکستان کې د ننه ګڼې ستونزې جوړېدلې، چې اوس هم هره ورځ زرګونه افغانان دغه هېواد ته د درملنې لپاره په تګ راتګ لالهاند دي.

په دې وروستیو کې په ولسمشر غني باندې هم نیوکې زیاتې شوې دي چې ولې روغتیایي سیستم ته ځانګړې پاملرنه نه کوي. که څه هم اشرف غني په ۲۰۱۴ ز کال کې د خپلو ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال د روغتیایي سیستم د پاوړي کولو او په دغه برخه کې د پاکستان له دام خلاصولو زیاتې ژمنې کړې وې، خو یوه یې هم عملي نه کړه.

اوس چې شاوخوا شپږ کلونه تېرېږي، په هېواد کې د روغتیایي سیستم ښه کولو لپاره د ځینو تاجرانو په مرسته هڅې زیاتې شوې دي.

د ننګرهار ولایت روغتیایي مسؤلین د دغه ولایت د سیمه ییز روغتون د ډاکترانو په جواله وایي چې د ماشوم له عملیات کولو سره د نوموړي ټولې مخکیکنۍ ستونزې حل شوې دي

دوی همداراز وایي چې دغه عملیات ډېر پیچیده وو، خو د طبي تجروبو او څېړنو په مرسته بریالي ترسره شول. خبرپاڼه زیاتوي چې نور به هڅه وشي چې وره عملیاتونه زیات او له ګاونډي هېواد خپل ناروغان را وګرځوي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More