The news is by your side.

چاروکي دې اروپا ته د روان کډوالو مجبوریتونه درک کړي

خبریال وېب پاڼه/ کوم افغانان چې د خپلې کورنۍ د روښانه راتلونکي او ښه اقتصادي وضعيت په موخه اروپايي هيوادونو ته د تللو پر مهال په اوبو کې ډوب او خوږ ژوند يې له لاسه ورکړی، ډېره دردمنه پېښه ده، دا يو ځل نه بلکې په ځلونو شوی کار دی، مګر دا ترخې تجربې بيا هم تکرارېږي او باوري يم چې دا هم اخري تجربه نده، ځکه چې خلک مجبوره دي.
ومې کتل چې په ټولنيزو رسنيو کې ډېرو خلکو پرې خپل نظرونه ورکړي، چا مجبوره بللي او چا ليکلي چې دا خلک خطا وتي دي او په اروپا کې مزې او ښه راتلونکی نشته، دوی بايد په هيواد کې خپل کاروبار شروع کړي.

ځينې چارواکي مې وليدل چې په خپلو فېسبوکونو يې خپل نظر داسې څرګند کړی چې کومې پيسې په قاچاقي لارو خارج ته په تللو مصرفوﺉ، په هغې يوه ټکسي واخلﺉ او خپله مزدوري پرې کوﺉ. راتلونکي کې بيا دې څوک قاچاقي لارو ته زړه نه ښه کړﺉ.

زه شخصاً داسې نظر لرم او وايم چې هېوادوال مو دومره مجبوره دي چې حتی خپل فکري ځواک يې له لاسه ورکړی. کله چې ښه تحصيل ولرې او استعداد هم درسره وي، خو واسطه او زور ونلرې، دنده درته نه پيدا کېږي، کړېږې به او مجبور يې د قاچاقي لارې باب دې په ذهن کې را خلاص کړې او فکر پرې وکړې.
همدا اوس يو ملګری لرم چې ښه هوښيار ځوان دی، د ماسټرۍ تر کچې زده کړې لري، کله چې کومې ادارې ته ورشي، په کاري مرکه کې ورته ووايي چې ستا سويه لوړه ده، موږ دې نشو ګمارلې، زموږ لسانس پکار دی.

څو ځل يې ورته ويلي چې ته پدې ټيټ بست د کار کولو لپاره مناسب نه يې، زما هصنفي ورته ويلي زه مجبور يم او کار کوم، خو سره له دې يې بيا هم ندی ګمارلی، پداسې حال کې څنګه د نهيلۍ ښکار کېږې نه او څنګه به په بل وطن کې خپل راتلونکی ښه نه بولې.
اوس يې د کورنۍ په خوښه ارادې بدلې شوي او ممکن چې اروپا ته دې لاړ شي، دا خبره ورته کېږي چې خپل راتلونکی به جوړ کړې، دلته کار او روزګار نشته، که لږ څه شتمني ولرې، اختطاف کېږې. دا زه، شاه او ګدا ټول منو، چې همداسې کړنې مو په هيواد کې جاري دي.

د ځينو چارواکو خبره وايي ټکسي واخلﺉ.
زه وايم که ټکسي واخلي، په افغانستان کې يې ژوند څوک تضمينولی شي، چې د سړک د غاړې ماين به يې ترې نه اخلي!؟
د امنيت مسؤلين ډاډ ورکولی شي چې د ټکسي لپاره به تا څوک نه وژني او موټر به درنه نه تښتوي.

همدارنګه د ورځې مزدوري چې پنځه يا شپږ سوه افغانۍ کېږي، په يوه پرچه يې ترې ترافيک اخلي، دا پداسې حال کې ده چې د غټو موټرو والا چې له قانون نه څومره سرغړونه کوي، هومره يې ټکسيوانان نه کوي مګر قانون په هيواد کې په غريبو عملي کېږي، لوړ او مالداره خلک له قانون نه لوړ دي، څوک يې بلا مړي ته هم نشي کتلی.

خلک مجبور دي چې سختې په ځان وزغمي او خارج ته لاړ شي، ځکه چې که له خپلوانو، دوستانو او يا هم ګاونډيانو يې څوک په خارج کې خواري مزدوري کوي، دلته روغ، رنځور او د سيال سيالي په ښه شان کولی شي. دې ته په کتو د هيواد اقتصادي وضعيت صفر او هلته د خپلې کورنۍ د اقتصادي پياوړتيا لپاره ښه کار کولای شي.
دا مشهوره خبره ده چې يو خارج ته ولېږه، د ټولې کورنۍ ژوند دې په اقتصادي لحاظ هوسا کړه.

په ٩٠ يا ٩١ کال کې مې يو دوست د خارج په نيت سفر پيل کړ، جرمني ته پداسې حال کې ورسېده، چې د پښو نوکان يې له ډېرې يخنۍ او پلي مزل نه غورځېدلي وو.

بل ورور يې کال نيم وروسته پسې لاړ، اتريش ته ورسېده، ژوند يې ښه شو، کرايي کور يې پرېښود خپله نمره يې واخيسته، اباده يې کړه، ودونه يې وکړل او همدې هلک هلته د زړه يو عمليات په اتلس زره يورو وکړ چې ټولې پيسې يې دولت پرې کړې.

منم چې پيسه کې خوشالي نشته، خو کله چې دې مريض له بې وسۍ درته مري، آيا ددې د زور په اړه مو فکر کړی!؟
کله چې دولتي شفاخانې ته لاړ شې چې واسطه ونلرې مريض دې نه معاينه کېږي، آيا له ژونده به زړه توری نشې؟

مور مې د جلال اباد صحت عامې ته وړې وه، واسطه مې درلوده د مور معاينې مې يو يو نيم ساعت کې خلاص شو او د زړونو د وارډ په دهلېز کې يو مريض پداسې حال کې پروت و چې هيڅ حرکت يې نشو کولای، له موږ مخکې تللی و، هملته په تذکره کې پروت و او موږ ترې راووتو لا هم يې پايوازان ورته په دهلېز کې کړېدل.
ولې؟ ځکه چې واسطه يې نه وه، همدا يوه ګناه يې درلوده.
منم چې عزت، سکون او خوشالي ټول په خپل وطن کې دي، مګر مجبوريت بد شی دی، کله کله سړی کفر ته هم محتاجوي.

هيله ده چې چارواکي او هغه خلک چې د دولت په نشه کې ډوب دي له ځانه د ظاهر شاه لور جوړه نکړي او هغه خلک چې د سر په بدل اروپا ته روان دي، ددې پر ځای چې د دوی په اړه خپل قضاوتونه وکړي، بايد درک يې کړي او د خپل مسؤليت په ساحه کې داسې رښتيني کارونه وکړي چې په لنډ وخت کې هيڅ افغان له هيواد نه د وتلو لپاره زړه ښه نکړي او پخپل هيواد کې د ارام او سکون ساه واخلي.

 

حقپال

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance