دوستم: مارشال یم د حکومت ټولو پرېکړو کې به حضور لرم

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان دریم امتیازي مارشال عبدالرشید دوستم وایي، مارشالي د ازبیک قوم حق او دا باید پخوا ورکول شوې وه خو ځنډېدلې وه.

دوستم وایي، مارشالي یې په ډېره سخته خپله کړه، له عسکرۍ ٤٢ کاله وروسته راکول شوه، په داسې حال کې چې دا د ازبېک قوم حق وو او غني باید د حق ازبیک قوم ته ډېر پخوا ورکړی وی.

نوموړی له ١٨ کلونو وروسته انځوریزې مرکې ته د یک خصوصي ټلوېزیون له لارې حاضر شو.

مارشال دوستم یک ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، چې له دې وروسته به ګوښه نه وي او د حکومت په هر ډول پرېکړو کې به حضور ولري.

نوموړي یو ځل بیا خپله ژمنه تازه کړه، که حکومت اجازه ورکړي په شپږو میاشتو کې به د طالب نوم هم د ځمکې له مخې ورک کړي.

نوموړی وایي، که طالبان فکر کوي چې لنډ مهالی حکومت به جوړوي، خو طالبان د حکومت کولو وړتیا نه لري، اصل کې زموږ د حکومت مدیریت کمزوری دی، طالبان غواړي چې د سولې په کولو سره به خپل امارت حکومت جوړوي، خو دا فکر دې له سر وباسي، په هېڅ صورت د اماراتي حکومت د جوړېدو اجازه نه ورکوو، ولې چې امارت خپله د جګړې زېږنده او دوام دی.

دوستم په خپلو خبرو کې وړاندې زیاته کړه، چې طالب مشران دې سولې ته غاړه کیږدي خو د امارت حکومت د جوړېدو هیلو ته دې اوبه نه ورکوي، حکومت یې باید ټول ٥ زره بندیان ور ازاد کړي، تر څو طالبانو ته بهانه پاتې نه شي او نړیوالو ته په ډاګه شي، چې افغان حکومت د سولې په اړه روښانه دریځ لري، په سوله کې جګړه دوام نه شي لرلی، حقاني شبکه هېڅکله د سولې له بهیر سره نه یوځای کیږي.

یک ټلوېزیون سره په مرکه کې له مارشال نه د ایشچي سره د نوموړي د وسیې په اړه وپوښتل شوه، خو مارشال دوستم وویل، هغه جالي قضیه ده، ایشچي زما ډېر نږدې دوست وو، خو اوس سره وران شوي وو، ایشچي مې سر سخت دوښمن شوی او دا کارونه د غني پورې تړلې ډلې کړي دي.

مارشال په مرکه کې همدا راز د سمنګان ولایت کې له وروستي برید یادونه وکړه، چې موخه یې د ٢٠٩ شاهین قول اردو له منځه وړل وو.

نوموړی د سمنګانو برید د خپلې مارشال پر وړاندې خنډ وبللو، دی زیاتوي چې په هره جګړه کې بریالی شوی یم، شهیدان مې ورکړي، زه باید د حکومت په لومړۍ پرېکړه کې اوسم، خو زما د مارشالۍ پر وړاندې راته جنجالونه او دسیسې جوړیږي.

مارشال دوستم یک ټلوېزیون سره مرکه کې د کابینې موضوع هم یاده کړه، چې کابیني ته درې وزیران د دې په خوښه معرفي شوي، ټولې ستونزې حل کیږي خو غني او عبدالله باید د کابینې او ملي پخلاینې شورا ژر تر ژره تشکیل کړي.

عبدالرشید دوستم د افغانستان دریم مارشال دی، چې د غتي او عبدالله تر منځ د سیاسي جوړجاړي پر مهال د عبدالله له لوري نوموړي ته د افتخاري مارشالۍ د ورکړې شرط وړاندې شوی وو او د غني له لوري ومنل شو.

څو ورځې وړاندې په جوزجان ولایت کې دوستم ته د مارشالۍ د ورکړې پراخ مراسم نیول شوي وو، چې د ملي پخلاینې شورا رییس عبدالله عبدالله هم ورغلی وو.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More