The news is by your side.

دفرهان غیرتي پرېکړه؛مشعل یې له کرکټ بورډ نه وشاړه

خبریال وېیپاڼهدافغانستان د کرکټ‌ بورډ ملي‌ادارې په یوه بې ساري ګام کې دافغانستان د کرکټ بورډ غړی عاطف مشعل له بورډ نه وشاړه او اعلان یې وکړ چې پر ځای به یې بل کس د بورډ‌ممبر اعلان کړي.‌

کرکټ بورډ دا پرېکړه د خلکو په غوښتنه نن وروسته له هغه وکړه چې په پاکستان کې د افغانستان د پخوانيسفیر عاطف مشعل هغه انځورونه خبریال وېیبپاڼې خپاره کړل چې له پآکستاني استخباراتيچارواکو سره یې لیدلي‌وو.‌

عاطف مشعل د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو له لوري‌د افغانستان سفیر ته د مخښې مراسم رد کړي وو چې دې عمل د افغانانو سخته غوسه را پارولې وه.

د کرکټ بورډ عموميمشر فرهان یوسفزي په یوه بېساري‌ګام کې عاطف مشعل د کرکټ بورډ له ملي ادارې شړلی او په خپله اعلامیه کې یې ویلي دي چې:‌ « کرکټ بورډ افغانستان یوه ملي اداره ده چې یوازي ملي کسان به یې غړیتوب تر لاسه کوي.‌

»

د کرکټ بورډ اعلامیه چې نن دوشنبه ۲۷ زمری ۱۳۹۹د ۲۰۲۰ کال د اګست ۱۷

خپره شوې راغلي‌ چې :

« د کرکټ بورډ د ملي‌ ادارې محترم چرمین فرهان یوسفزي په امر په پاکستان کې افغانستان پخوانی سفیر ښاغلي عاطف مشعل د کرکټبورډ غړیتوب ختم کړل شو.‌

د جناب چرمین صیب په هدایت عاطف مشعل نور حق نه لري چې د کرکټ بورډ په مسایلو کې لاس وهنه وکړي.‌

دافغانستان کرکټ بورډ به ډېر ژر د عاطف مشعل پر ځای کوم بل وړ کس د کرکټ بورډ غړي توب ته ور وپېژني.‌

هغه کسانو او ادارو ته چې د عاطف مشعل سره د کرکټ بورډ د غړي په صفت روابط ساتي‌ خبر ورکول کیږي چې کرکټ بورډ اداره په هیڅ ډول د ښاغليمشعل سره تړاو نه لري او نوموړی نشي کولای چې د کرکټ بورډ نوم وکاروي.‌

کرکټ بورډ افغانستان یوه ملي اداره ده چې یوازي ملي کسان به یې غړیتوب تر لاسه کوي.‌»

د یادلو وړده چې عاطف مشعل په دې تورن دی چې د افغانستان پر ځای ځانته کمپاین کوي‌او له دې سره سره چې سفارت یې ختم شوی دی.

ولي ‌مشعل د PTM پر ځای پوځي‌ جنرالانو ته مخه کړه؟

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.