ولي مشعل د PTM پر ځای پوځي جنرالانو ته مخه کړه؟
خبریال وېبپاڼه – په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر عاطف مشعل د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) له مشر تابه سره له لیدلو ډډه کړې او پر پاکستاني جنرالانو او ریټایر استخباراتي کاکوونکو ګرزي او د ځان لپاره کمپاین کوی.
خبریال وېبپاڼې ته رارسېدلي رپوټونه ښيي چې په پاکستان کې دافغانستان پخواني سفیر عاطف مشعل د پي ټي ایم د مشرانو سره له لیدلو ډده کړې او اوس یې انځورونه د ای ایس ای له یوه پخواني ځواکمن چارواکياو د افغانستان لپاره د (ای ایس ای) د پوځي افسر میجر عامر سره را وتلي دي.
د پاکستان د پوځ له مشر ښاغلي باجوه سره تر لیدلو وروسته د عاطف مشعل انځورونه د میر عامر سره هم چې نور پوځي فعاله استخباراتي پاکستانیان هم ناست دي را ووتل؛ او دا کار د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران سخت غوسه کړي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښ محسن داوړ خبریال وېبپاڼې ته وویل چې دوی هڅه وکړه چې د افغانستان پخواني سفیر ته د افغانستان د درناوي په موخه درنښت ورکړي، خو مشعل د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشرتابه سره له خبرو ډډه وکړه.
ښاغلي داوړ زیاته کړه: « موږ مشعل د خپل هیواد افغانستان د سفیر په توګه پېژنو؛ خپل هیواد ته درنښت ورکوو او دلته که هر سفیر راشي پښتون ژغورنې غورځنګ به یې دافغانستان په خاطر عزت کوي، خو د مشعل له لوري د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرتابه سره نه لیدل په دې معنا نه دي چې هر څه د مشعل پر سر ولاړ دي، افغانستان زموږ هیواد دی او ویاړم چې افغان یم.»
عاېف مشعل چې له اره د پاکستان استخباراتي ادارې ای ایس ای ته په کار کولو تورن بلل کېږي اوس په افغان حکومت کې دنده نه لري ، البته نوموړی یوازيدافغان کرکټ بورډ غړی دی چې له هم دې لاري هڅه کوي چې د کرکټ بورډ ترمشري پوري ورسیږي.
دافغانستان ډېری وګړي د کرکټ بورډ له مشرتابه غوښتنه لري چې د عاطف مشعل د کرکټ بورډ غړیتوب لغوه او پر ځای یې د هیواد د ې مليادارې ته یو وړ او پر افغانستان مین شخص راولي .
هم داراز خلک له افغان حکومت نه کلکه غوښتنه کوي چې په پاکستان کې د ځان لپاره په لاوبینګ بوخت پخوانی سفیر عاطف مشعل دې ژر تر ژره کابل ته را وغواړي او د هر یوه ملاقات پوښتنې دي ورڅخه وشي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.