The news is by your side.

طالبانو ته د افغان حکومت ځواب!

خبریال وېب پاڼه/ د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي نن یوې خبري غونډه کې ویلي، که طالبان افغان حکومت په رسمیت نه پېژني ولې ترې خپل بندیان غواړي.

طالبانو څو ورځې وړاندې ویلي و، چې افغان حکومت سره بین الافغاني خبرې نه کوي، بلکې د افغاني جهتونو سره د سولې مېز ته کېني.

نن صدیق صدیقي وویل، طالبان سولې ته نه دي ژمن او روانه پروسه کې د خنډونو پیدا کېدو لپاره بهانې ګوري.

نوموړي وویل، تر اوسه چې د سولې خبرې تر دې کچې رسېدلي ټولې د افغان حکومت هڅې دي او طالبانو په دې برخه کې هیڅ هم نه دي کړي.

د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو لړۍ د ۸۰ بندیانو د خوشې کېدو وروسته درېدلې ده، چې حکومت یې د بهرنیو هېوادونو غوښتنې یادې کړې وې.

نن صدیق صدیقي د طالب ۴۰۰ بندیانو پروسې درېدو ته په اشاره وویل، د ۸۰ بندیانو خوشې کېدو وروسته د بندیانو د خوشې کېدو لړۍ ځکه ودرېده، چې طالبان تراوسه په خپلو ژمنو نه دي ولاړ.

هغه زیاته کړه، د طالبانو سره د حکومت بندیان تر اوسه دي، د هغوی له لوري نه دي خوشې شوي.

صدیقي د بین الافغاني مذاکراتو په وړاندې یواځینی خنډ د طالبانو سره د افغان حکومت بندیان یاد کړل، هغه زیات کړه که دغه کسان د طالبانو له لوري خوشې شي، د بین الافغاني مذاکراتو پیل په وړاندې بل هیڅ خنډ نشته.

د امریکا سولې انسټیټوټ د افغان حکومت او طالبانو څخه غواړي چې لومړی دې د دایمي اوربند لپاره هلې ځلې پیل کړي، بیا دې د سولې مېز ته سره کېني.

همدا شان دوی ویلي و، د سولې بین الافغاني خبرو پیل به یوه موده وخت اخلي، ځکه دواړه لوري به د سولې مذاکراتي مېز ته ځینې مسایل راټولوي.

داسې انګېرل کېدله چې د سولې بین الافغاني خبرې د روانۍ اونۍ په یکشنبې ورځ کې پیل شي، خو تر نا معلومې نېټې بیا وځنډېدلې.

طالبان د خپلو ٤٠٠ بندیانو پوره خوشې کېدل غواړي او وایي تر څو یې چې بندیان پوره نه وي خلاص له حکومت سره مذاکرات نه کوي.

بل لور افغان حکومت د طالبانو د بندیانو خوشې کولو په تړاو زړه نا نازړه دي، ځکه په دې بندیانو کې د نشه یي توکو ستر قاچاقبران هم شته چې بیا به افغانستان او نړۍ ته ګواښ اوسي.

د ملي پخلاینې شورا هم ویلي، چې یو شمېر بهرني هېوادونه د طالب بندیانوپه خوشې کولو ځینې ملاحظات لري او له دې امله دا لړۍ ټکنۍ شوې ده

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.