لویه جرګه پر ګمبیري ډاګ رابلل په کار وو!
خبریال وېبپاڼه – د لويي جرګې نن وروستۍ ورځ ده؛ داسيورځ چې (۴۰۰) طالبان خوشيکوي او افغانستان ته د سولي دروازه پرانیزي، خدای(ج) دې وکړي چې هم داسيشي.
البته د لوييجرګې رابلونکو ته په کار دي چې د ګمبیري دښت په موخه د بلې لويي جرګې د رابللو پرېکړه هم وکړي.
ګمبیری هغه دښت دی چې د افغانستان سرنویشت ټاکي او اوس ددغه دښت سرنویشت ده یوه داسي حکومت په لاس کښېوتلی چې د زراعت او د کنړ سیند دمهارولو دا تاریخي لویه پروژه په یوه هوايي ډګر بدلول غواړي.
ایا اوسنۍ لویه جرګه مناسبه وه؟
دافغانستان حکومت د (۴۰۰) طالب زندانیانو د خلاصون لپاره د کابل نېژدې شاوخوا ټول سړکونه بند کړي او ولسمشر غني وايي چې ګواکې دی ددغو (۴۰۰) طالب زندانیانو د خلاصون حق نه لري ځکه یې دا غوښتنه د لويي جرګې په نوم را ټولو شویو د ولایتونو حکومتيمامورینو او هم داراز د ځینو حکومت پلوه کسانو په وړاندي ایښې ده .
افغان ملت رښتیا هم د جرګو او مرکو ملت وو (دی) خو سوال دادی چې پخوا جرګې د ملي ستونزو د حل په موخه را بلل کېدې او اوس په افغانستان کې د جرګو د رابللو دود هم بله بڼه خپله کړې ده .
دافغانستان نېژدې هر وګړی پوهېږي چې دا اوسنۍ لویه جرګه ښايي د اشرف غني د واک غځولو په موخه رابلل شوې وي؛ که نه نو باید دا جرګه د طالب زندانیانو د لمړي (۵۰۰۰) کسانو پر سر ولي را ونه بلل شوه چې د (۴۰۰) کسانو پر سر را وبلل شوه.
ګمبیری ډاګ او جرګه!
له آره په دې باور يم چي “له پاکستان سره له جګړې پرته هره رښته د غندلو ده”. ځکه د دې جنګ ګټل زموږ د ملت د بقا په مانا دى. په روانه شل کلنه جګړه کي پاکستان اصل او طالب وسيله ده چي په تېره نيمه پېړۍ کي پاکستان درې ځلي همدا وسايل بدل را بدل کړل چي په راتلونکي کي به هم دا لوبه تکراروي. په تېره جرګه کي په دې اړه خبري وشوې خو دا ځل چې یو ځوان خوله پرانیسته د اشرف غني ساتونکو د جرګې له تالاره وشاړه.
اصلآ که دا جرګه پر ګمبیريډاګ رابلل شوې وای نو تر ټولو ښه وسیله به هم هم دا وه چې د پاکستان سره یې د اړیکو په اړه پرېکړه کړېوای. ځکه ګمبیری ډاګ زرغونول د پاکستان تر ټولو لویه کمزوري ده، که د کنړ سیند مهار شي د اوبو مزي به زموږ په لاس کې وي او پآکستان به همېشه له افغان وژنې را ګرځولای شو.
د (اساسي قانون) د شپږم څپرکي او 110مې مادې له مخي په سياسي دريځي کي “لويه جرګه د افغانستان د خلګو د ارادې تر ټولو ستر مظهر دى.” نو؛ مظهر “پرېکنده يا فيصله کوونکى” وي نه “مشورتي”. روانه جرګه د لويي جرګې له نېچر او همدارنګه له اساسي قانون سره په ټکر کي ده.
نو دا لویه جرګه اهمیت نه لري او یوې بلې لويي جرګې ته اړتیا ده چې د پآکستان سره د افغانستان د اړیکو او حکومت تګلاره روښانه کړي؛ پآکستان«دښمن هیواد» اعلان شي او هم دا د ستونزې حل دی.
په هغه صورت کې موږ کولای شو چې د ګمبیري دښت د هوايي ډګر پروژه کنسل او په یوه ملي اراده د کنړ سیند مهارولو ته ودریږو.
لیکوال : انجینر سید احمد همدرد
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.