The news is by your side.

روان کال به د لمریزې انرژۍ شپږ پروژو کار پيل شي

خبریال وېب پاڼه/ د لمریزې انرژۍ تولیدي پروژې!

د انرژۍ د تنظیم ملي اداره وايي چې په روان کال کې به د لمریزې انرژۍ د تولید شپږ پروژو کار به پيل شي.

سږ کال په افغانستان کې د لمریزې انرژۍ د تولید شپږ پروژې پيل کیږي، د انرژۍ د تنظیم ملي ادارې د انرژۍ د تجدید برخې مشر وايي چې د دې پروژې لومړنۍ کارونه پیل شوي دي او څلور پروژې یې د امریکا پراختیا ادارې له لوري تمویل کیږي.

په تازه وخت کې یو استرالیايي شرکت هم د ولسمشر غني سره په خبرو کې لېواله شوی دی چې انرژۍ او د افغانستان کانونو په برخه کې پانګونه وکړي.

د کانونو او صنایع خونه بیا د امنیت نشتون، تړلی قانون، د کورنیو او بهرنیو پانګونې په وړاندې له دوه ستونزو څخه بولي.

په افغانستان کې د تجدید وړ انرژۍ لپاره د پانګونې بازار ګرم دی، شپږ پروژې داوطلبۍ ته سپارل شوي او تمه کیږي چې تړون یې سږ کال ترسره شي.

څلور پروژې یې د امریکا پراختیایي ادارې له لوري تمویلیږي او دوه نورې به یې د خصوصي برخې پانګونې سره پلي شي.

ګټې اخیستنې ته د دغه پروژو رس دو سره به، اتیا میګاواټه بریښنا د هرات او ننګرهار ولایتونو کې تولید شي.

د انرژي
ۍ چارو د تنظیم ملي ادارې د تجدید وړ انرژي برخې مشر وایي په دوو پروژو کې، نوولس کورنیو او بهرنیو شرکتونو، د تړون ترلاسه کولو لپاره یې له یو او بل سره سیالۍ کوي.

یوه آسټرالیایي شرکت هم، لېوالتیا ښودلې څو د تجدید وړ انرژي او د افغانستان کانونو په برخه کې پانګونه وکړي.

د دغه شرکت مشر له ولسمشر غني سره په خبرو کې ویلي دي چې افغانستان د لمریزې بریښنا تولید لپاره ښه ظرفیت لري او دغه راز د مس او اوسپنې کانونو لرونکی دی چې شرکت یې غواړي په دې درې برخو کې ورته پانګونه وکړي.

د کانونو او پترولیم وزارت وایي د بهرنۍ پانګونې جلبولو لپاره هڅو زیاتوالی موندلی دی.

خو د کانونو او صنایع وزارت نیوکه لري چې د هېواد کانونه داسې برخو کې موقعیت لري چې د مرکزي حکومت له ادارې څخه بهر دي.

او له بلې خوا، د قانونو پیچلتیا او د تړون بهیر اوږد والي، د پانګونې کار له ننګونې سره مخامخ کړی دی.

د مس او اوسپنې کانونه او د آمو سیند نفتي حوزه چې بهرنیو شرکتونو سره څه باندې یوې تیرې لسیزه کې یې تړون شوی تر دا مهاله ګټې اخیستنې ته نه دي سپارل شوي.

او یو شمېر تړونونه بیا لکه د بدخشان د سرو زرو تړون هم له قراردادي شرکت سره فسخ شوی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance