The news is by your side.

انګلیستان پاکستان ته سخته ماتې ورکړه

د انګلستان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په لومړۍ ټیسټ لوبه کې،پاکستان له تباه کوونکي او سختې ماتي سره مخ شو.

دغه سیالي چې د انګلستان په مانچستر ښار کې ترسره شوه.پاکستان د لومړۍ توپ وهنې په پیل کولو سره،پخپل لومړي اننګز کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو (۳۲۶) منډې جوړې کړې.

د پاکستان لخوا لومړي اننګز کې شان مسعود ښه لوبه ترسره کړه او په ۳۱۹ توپونو سره یې (۱۵۶) منډې جوړې کړې،پدې سره شان مسعود پنځم پاکستانی اوپنر شو چې انګلستان کې سلیزه جوړوي.

دغه شان بابر اعظم (۶۹) او شاداب خان (۴۵) زیاتې منډې جوړې کړې.

د انګلستان لخوا توپ اچونه کې ارچر او براډ ۳-۳ ویکټې ترلاسه کړې.

اندرسن او ډم بېس یوه،یوه ویکټ او کریس ووکز دوه ویکټې ترلاسه کړې.

انګلستان پخپل لومړي اننګز کې بیا د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره یوازې (۲۱۹) منډې جوړې کړې.

انګلستان لخوا توپ وهنه کې اوولي پوپ (۶۲)،باټلر (۳۸) او براډ (۲۹) منډې جوړې کړې.

د پاکستان لخوا توپ اچونه کې یاسر شاه (۴)، محمد عباس او شاداب خان (۲-۲) او شاهین شاه یوه ویکټ واخیسته.

پاکستان په دوهم اننګز کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو (۱۶۹) منډې جوړې کړې او انګلستان ته یې د ګټلو په موخه د ۲۷۷ منډو هدف کیښود.

د انګلستان لخوا توپ اچونه کې سټیوارټ براډ (۳)، بین سټوکس او کریس ووکز (۲-۲)، ارچر او بېس (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه. د پاکستان لپاره یوازې یاسر شاه تر ټولو ډیرې (۳۳) منډې جوړې کړي وې.

انګلستان یاد هدف د ۷ لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او په ۳ ویکټو یې بریا خپله کړه.

د انګلستان لپاره په دوهم اننګز کې کریس ووکز (۸۴)، باټلر (۷۵)، جو روټ (۴۲)،سبلي ( ۳۶) زیاتې منډې جوړې کړې.

د پاکستان لپاره په توپ اچونه کې یاسر شاه (۴) زیاتې ویکټې واخیستې.

ټاکل شوي چې دواړو لوبډلو ترمنځ به دوهمه ټیسټ لوبه د اګسټ په ۱۳مه نېټه په سوتهمپټن ښار کې ترسره شي.

له کریکبال وېبپاڼې په مننه 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.