The news is by your side.

په پاکستان کې په ديني طالب علمانو جنسي تيری شوی

خبريال ويبپاڼه/ د پاکستان په پنجاب ايالت کې د ديني زده کړو په په محصلانو يا ديني طالب علمانو جنسي تيری شوی دی.

د پنجاب ايالات په ميانوالي پوهنتون کې په ديني طالب علمانو د جنسي تيره موضوع اوس رسنيزه شوي ده. مخکي د ميانوالي د پوهنتون په محصلانو د جنسي تيره موضوع د دغه پوهنتون او د پنجاب د حکومت له لوري پټه شوي وه.

خو کله چې رسنۍ پرې خبري شوي او دغه موضوع رسنيو ته را ووته د پنجاب ايالت د ښووني کميسون(ايجوکيشن کميشن) دې ته اړ شو چې ددې موضوع د څپړني او پلټني لپاره ۳ کميټي جوړي کړي تر څو دغه موضوع په ښه توګه وڅيړي.

ددغو.کمیټو مشر ايچ اې سي دی چې د فيصل اباد پوهنتون استادان او څيړونکي هم پکې شامل دي.
ددغو کميټو ځينو غړو رسنيو ته لا دا هم ويلي چې د دوي کار پای ته رسيدلی او خپل ريپوټ يې د پنجاب مرکزي حکومت ته هم ليږی دی.

د کميټي يو غړي د نوم نه ښودلو په شرط رسنيو ته ويلي چې د جنسي تيري په دغه موضوع کې کڼ شمير کسان ښکيل دي چې ډيری هغه يې د دې پوهنتون استادان دي.

خو د ميانوالي پوهنتون ادراي مشرتابه دغه تورونه رد کړي کړي او زياته کړي يې ده چې د ميانوالي پوهنتون کې د جنسي تيري موضوغ يوازي په ټولنيزو رسنيو کې يوه ډرامه ده. چې هيڅ حقيقت نه لري.

ددې پوهنتون وياند ويلي چې که څوک وايې چې دا موضوع حقيقت لري نو شايد هغه هم پکي ښکيل وي.

د يادولو وړه ده چې دا لومړی ځل نه ده چې د پاکستان په تعلمي ادارو کې د جنسي تيريو راپور ورکول کيږي بلکي ډيری وخت د پاکستان په تعلمي ادارو مدرسه ، ښوونځي او پوهنتونو کې دا ډول پيښې رامنځته کيږي.

هيره دي نه وي چې څه موده مخکي هم د پاکستان په يوه بل ايالت بلوجستان کې د بلوجستان په مرکزي پوهنتون کې ورته د جنسي تيري موضوع رامنځته شوه. چې له امله محصيلنو ډير لاريونونه وکړل او د بلوچستان مرکزي پوهنتون تر ۳ مياشتو پوري تړل شوی وه او ددغه پوهنتون لس تنه استادان په محصلينو د جنسي تيري په تور تورن هم پيژندل شوي وو.

بايد وويل شي په پاکستان کې د افغاني طالبانو مدرسي هم ورته ناقانونه او له حکومت سره نا راجستر شوي مدرسې شته چې وخت نا وخت تر ې د دا ډول پيښو راپورنه ورکول کيږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.