داوړ: افغان چارواکي بايد په افغان ولس زړه وسوځوي

خبريال ويبپاڼه/ د پښتون ژغورني غورځنګ مخکښ غړي او د پاکستان په پارلمان کې د پښتنو د حقونو مدافع محسن داوړ په يوه ويډويې پيغام کې افغان ولس ته د ۱۰۱ مې د ازدۍ د بيرته اخيستلو د کليزي مبارکي ويلي.

هغه دغه وياړ نه يوازي د ډيورنډ کرښي دغه غاړي افغانانو لپاره يو ستر وياړ وبلل بلکي دا يې د محکوم افغانستان لپاره يوه وياړمنه او تاريخي ورځ بللي.

هغه زياته کړي افغان ولس د تاريخ په اوږدو کې داسې ميړاني تر سره کړي چې د نړۍ لويې امپراطورۍ يې په تش لاس خو په يوالي سره ماتي کړي دي.
ښاغلي داوړ د ميرويس نيکه د کارنامو يادونه وکړه او د معاصر افغانستان بنسټ ايښودونکی احمد شاه بابا يي يو لوی امپراطور ياد کړ او ويې ويل چې هغه ډيري ستري کارنامي تر سره کړي افغانستان ته يې يوه لويه امپراطوري په ميراث پريښي وه.

ښاغلي داوړ زياته کړه چې موږ ټولو اففانانو ته په کار ده چې د ميرويس نيکه او احمد شاه په لاره روان او د خپل ولس او هپواد لپاره يو موټي او يووالی سره ژوند وکړو.

د پښتون ژغورني غورځنګ دغه مخکښ غړي په افغانستان کې د جنګ په ښکيلو غاړه هم غږ وکړ چې دې ددې غريب ولس په خاطر سولي ته کيني او د زړه له اخلاصه دي د افغان ولس د سوکالۍ لپاره کار وکړي.

محسن داوړ دا هم وويل چې که موږ افغانان سره يو موټی او قوت شو د نړۍ هيڅ طاقت به مو سره بيل نه کړي بلکلي د نړۍ هر ځواک او طاقت ته به په ميړاني ماته وکړو.

د يادولو وړ ده چې د پښتون ژغورني دغه مخکښ غړی محسن داوړ افغانستان ته هم راغلی او برحاله د پاکستان په پارلمان کې د پښتنو افغانانو د حقونو يو مدافع دی.

د پښتون ژوغورني غورځنګ د کرښي هغه غاړي د پاکستاني پوځ د ظلمونو په مقابل کې را پورته شو او تر اوسه د پښتون ولس د حقونو لپاره په نړيواله سطحه مبارزه کوي.
او په زرګونو غړي له دغه غورځنګ سره يو ځای شوي چې د پاکستان جابر فوځ په وړاندي خپله چيغي بدرګه کړي.
د يادولو وړ ده چې د پاکستان پوځ د دغه غورځنګ د ځپلو لپاره ډير توطعي جوړې کړي آ د دغه غورځنګ مشر منطور پښتين يي هم څو ځله بې بنسټه تورونه واګول او هغه څو ځله بندي او ځيل ته وليږل.
اوس دغه غورځنګ د منظور پښتن په مشرۍ دومره پراخ شوی چې له منځ وړل يې د پاکستاني پوځ له وسه وتلی کار بولي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More