The news is by your side.

هغه بند چې چارې یې په ١٠ کالونو کې هم بشپړې نه شوې

خبریال وېب پاڼه/ د پکتیا ولایت په احمد ابا ولسوالۍ کې د مچلغو بند د حامد کرزي په دوره کې پیل شوی، خو تر اوسه یې کارونه نه دي بشپړ شوي.

د حامد کرزي په دوره کې د دې بند لومړۍ پروژه په ۳۳ میلیونه ډالر پیل شوې وه، چې د فساد له امله بیا دا پروژه له منځه ولاړه.

د اشرف غني په لومړۍ کاري دوره کې په ۲۲ میلیونه ډالر د دې بند بله پروژه پیل شوه، لکه د لومړۍ پروژې دا هم د فساد خالي نه وه او لکه د تېرې پروژې دا هم له منځه ولاړه.

اوس یې چارې د ریاست جمهوري د عملیاتي اداري له خوا پر مخ وړل کېږي.

په لسو کلونو کې د دې بند یو فیصد کار د درې بېلابېلو شرکتونو له لوري په شاوخوا یو میلیون افغانیو ترسره شوی دی.

د فساد ور ها خوا د دې سیمې اوسېدونکو د دغې بند لپاره ځاني قرباني هم ورکړې ده.

د یادې سیمې یو تن سپین ږیري خبریال ډاټ کام ته وویل، تر ۲۵۰ کسان د یاد بند په سر شهیدان شوي دي.

د بند په سر د سیمې خلکو تل ننګ کړی خو حکومت ورته هغه ډول پاملرنه چې په کار وه، نه ده کړې.

د وسلوالو ډلو له لوري وخت نا وخت د بند شاو خوا وسلې استعمالېږي، چې د سیمې خلک بیا د کار یګرو د ساتنې لپاره میدان ته را دانګي.

د احمد ابا ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، اوس هم د بند چارې په بې کیفیتۍ سره پر مخ روانې دي او د حکومت هیله کوي، چې د یادې پروژې څخه لیدنه وکړي.

دوی وایي، د بند چارې به بشپړ شي، خو دوی باور نه لري، چې د برق څخه یې ګټه واخلي، ځکه دا هسې یوه کنده دت او امکان شته چې د اوبو راتګ سره د بند ټول وسایل له ځان سره یوسي.

جالبه دا ده، چې د یاد بند چارې د ریاست جمهوري د عملیاتي ادرې له لوري پر مخ وړل کېږي، خو ساتنه یې وسلوال طالبان کوي.

د بند شاوخوا وسلوال طالبان فعالیت لري.

دا بند اوس ټولو ته د ګټې وټې په یو مرکز بدل شوی دی، تر کومې کچې چې د چا وس و رسي، تر هماغې اندازې ځانته پکې د پیسو وهنه کوي.

د دې بند یوولسم کال روان دی، چې تر دې دمه په کې ۲۵۰ شاو خوا ولسي کسان شهیدان شوي او میلیونونه ډالر پرې مصرف شوي دي، خو چارې یې لا هم ټکنۍ پر مخ روانې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.