په بين الاافغاني مذاکراتو کې بايد دريمګړی شتون ولري
خبريال ويبپاڼه/ بعضې مسائل شته چې د جرګې دواړه اړخونو ته به سري کرښي وي او لدې سرو کرښو تېرېدل به يوه ته کفر ښکاري بل ته به د جمهوريت او نظام مرګ.
مثلا” طالب به وايې:( شرعيت قايمومه غازى سټوډيوم کې به هره پنجشنبه دانسانانو قصابې وي ددرو وهل به وي، هره پريکړه او دمرګ فتوا به حقانې مدرسي دقران په تفسير او مفتي په فتوا به کيږي.)
حکومت: اساسي قانون هره ماده، بند،او فصل توبه نعوذ بالله دقران توري ده تغير او تبديل يې سره کرښه ده تغيرات نه منو پکې.
دعبدالله، دوستم، ګلبدين… په سياسى سهم کې بايد تغيرات رانشي بيا دوي خفه کيږي،داچوکۍ زما ده دا خو بيخې چاته نه ورکوم، او داسى نور…
چې خبره پدي سرو کرښو ودريده بيا به څه کيږي؟
ګورئ سوله ددو افرادو، ډلو، او قومونو ترمنځ هغه وخت جوړ جاړى ښه نتېجه ورکوي چې په دواړو اړخونو يو څه فشار وارد وي، دريم ګړى موجود وي يو څوک، يوه قوه،او ډار موجوده وي چې ددواړو د فشار اله وي.
کچيرى دواړه اړخونه خپل سر ته پريښودل شى نو مياشتي مياشتي به په خپلو کې په دلايلو، ګيلو او يو بل په تورنولو سره تيرې کړي.
په پاکستان خو هيڅکله د دريم ګړى باور کول نه دي پکار، او د فشار اله هم نشې ګرځېدلاي که په طالبانو څه ناڅه سترګې رډولاي شي هغه هم په ډيره کمه کچه ځکه طالبان اوس پخپله په نړۍ کې يو سياسي اړخ او ډله ده چې نړيوال غوږ ورته نيسي او خبره يې منئ .
خو په افغان حکومت نشي کولاي فشار وارد کړي. او له پاکستانه د خير او خو تمه لرل به اشتباه وي.
روسيه هم ګټوره نشي تمامېدلاي ځکه د خبرو دواړه اړخونو مشران هغه څوک دي چې يا يې پخپله د روس سره په جنګ کې ګډون کړي يا يې پلرونو او احزابو.
او ترډيره دا جنګ د تير 20 کلن جنګ سوله ده چې روسيه کمه دښيله وه پکې.
نو ترکيه قطر عربستان او…هم دومره ګټور نشي تماميدلاي.
يواځي امريکا زما په فکر له هر اړخه دغه بست ته ګټوره ثابتېدلاي شي.
له يو اړخ سره يې سوله کړي او بل اړخ سره امنيتې تړون لري او تر ننه يې نظامې ملاتړ هم کوي.
امريکا بايد د خبرو پدې دور کې بشپړ د دريم ګړي واک واخلي او دخبرو په دوران کې دنظارت او فشار دواړو قوو څخه استفاده وکړي ترڅو خبري اوږدي نشي او توافق ته ورسيږي.
ملت څه وکړي؟
ګوري که رښتيا خبره وکړو او حقيقت ووايٶ هغه خلګ چې دافغانانو په سرنوشت سبا خبري کوي نه ولاکه دهغى خوا ږيرور پټکيو والا او نه له دي خوا ورغلي نيکټايي دار دملت ريښتونې او سپيڅلي استازى وي، يوه ځان داسلام سپينه پريښته راته جوړ کړي، بل د تمدن او آزادۍ څالار. ملت ستړى ده وږى ده بې سرپناه ده بې وزله او بې عزته ده بس يو لاس يې شاته بل مخ ته نيولي او عزت يې پټ کړي او دخپل سر خير غواړي.
جنګ دومره ستړي کړي د سولې دومره ارمانجن دي چې هر څوک وي خو چې د سولې خبر يې له خولي راوځي بس ملت يې په سترګو مني او دخير دعا ورته کوي.
ملت
ملت بايد افغانې خبري جدې تر نظارت لاندي ونيسي.
هغه بعضى ارزښتونه چې زمونږ د افغانيت او ستر احمد شاه بابا راپاتې ميراث او سمبول دي او هغه څه چې زمونږ افغانې غيرت او غرور يې نه ايجابوي چې ترپښو لاندي شي.
لدې نه علاوه نور بايد چاته اجازه ورنکړل شى چې د شخصي ګټو او پردو ته د جاسوسۍ لپاره افغانې خبري ګډيوډي کړي،او په ډېرو وړو مسائلو لپاره افغانې خبري وځنډوئ ملت بايد دافغانې خبرو د هري ورځي له پريکړي او خبرو ځان با خبره وساتې، بېداره واٶسي.
هر کله چې کوم خنډ منځ ته راځي ملت بايد جرګې،ناستې، مظاهري وکړي، په دولت او طالب دواړو فشار وارد کړي ترڅو منځته راغلي شته خنډنو ته حل لاري ولټوى، همدارنګه نړيوالو ته پيغامونه واستوٶ چې په افغانې خبرو کې د مرستي غوښتنه ځني وکړو.
د ملت پريکړه په سوله ده او ملت پدې پريکړه کړي چې سوله د افغانانو د خلاصون لار ده.
حکومت:
هغه جنګ چې تقريبا”5 نظامونه يو په بل پسي ړنګ شول،او راغلل او دوه څلويښت کاله يې دوام وکړ نن دداسي اوږدي جګړي د خاتمې وار رارسيدلې ده افغان فعلې حکومت او طالبانو وار ده چې د افغانو له کوره دا پردۍ جګړه نوره ختمه کړي.
حکومت بايد هر څنګه چې کيږى هغه لاسونه او ژبي لنډي کړي هغه که دنظام داخل کې وي که بهر څوک چې د سولې په وړاندې خنډ کرځي او دملت ستر آرمان او هيله پوره کړي افغانې خبري ښي مدېرېت کړي او په ګټه يې پاي ته ورسوي.
طالبان
:
عزت او درنښت مو پخپله خاوره ده راشئ خپل کور افغانستان ته، نه پاکستان ستاسو دوست ده، نه د اسلام، هغه يواځي او يواځي د افغانانو او افغانستان دښمن ده او بس!.
سوله وکړئ، خپل کورته راشئ پردي زامن مه وژنئ ځوانان پريږدئ له سنګره مکتب او پوهنتون ته لاړ شي، دمور او پلار دعا واخلئ، دا افغانستان ده دلته پښتانه،ايماق،ګوجر،ازبک،هزاره،ترکمن،قرغز،پشه يې، اوسئ دا قومونه ټول مسلمانان دي،شريعت اسلام او اسقلال د ټولو افغانانو هيله ده سوله وکړه، ته پخلا شه دلته به شريعت او اسلام دواړه وويني.
نتيجه حل لاره
دولسم د سپټمبر افغانې جرګه شروع کيږي لومړى ورځ به معرفت او افتتاح وي دوهمه ورځ به خبري شروع کيږى.
لومړى به نوبت د طالبانو وي دوي به خپلي غوښتني وړاندې کوي او خپل مشروعيت او د افغان دولت د نه مشروعيت دلايل به وړاندې کوي.
افغان مذاکراتې پلاوي بايد ددوي غوښتنې مطالعه کړي او تر څومره حده چې دوي وتوانېدو له طالبانو سره دي بحث پري وکړي که وتوانېدو چې طالبانو ته قناعت ورکړي خو ښه ده،
که ونتوانېدو نو مذاکراتې پلاوي دي کابل ته راشى او ملت ته دي مراجعه وکړي.
د ملي شورا مجلسين (مشرانو جرګه او ولسې جرګه )دواړه دې څوو پرلپسي ورځي پدې موضوع بحث وکړي.
د علماوٶ شورا دي هم د هېواد له هر کونجه علما راوغواړي او غونډي دي وکړي.
حقوق پوهان دي هم د طالبانو په غوښتنو خپل بحث وکړي. رسنۍ، مدنې فعالين،سياسيون،مشران او ځوانان دي ټول خپل وخت سولې خبرو ته ورکړي.
يوه هفته دي کابل رخصتې اعلان شي او آخر کې دي يوه ټول شموله واقعې او افغانې لويه جرګه دايره شي چې د هيواد له هر کونجه افغانان پکې شامل وي او آخري پريکړه دي لويه جرګه وکړي، د لويې جرګې پريکړه به نهايې وي چې هيڅوک يې بيا د مخالفت او سرغړونې حق ونه لري، لويې جرګې دغه پريکړه به د طالبانو لپاره ددوي د غوښتنو،مشروعيت او نه مشروعيت جواب به وي.
محراب الدين سليمان خيل
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.