The news is by your side.

د پاکستان سنا د ترهګرو د مخنوي قانون رد کړ

خبريال ويبپاڼه / د پاکستان سنا مجلس يا (سينيټ) د ترهګري د مخنوي په هغې مسودي کې پاتي راغی او نه يې کړړه لاسليک چې څو ورځي مخکې پاکستان ملکي حکومت له پارلمان څخه منظوري اخيستي وه.

د تيرې شنبي په ورځ د پاکستان ملکي حکومت د سنا مجلس ته د ترهګړۍ د مخنوي مسوده وړاندي کړه چې له څو.وروځو پر لپسي بخث وروسته د سينټ يت سنا مجلس ونه توانيده دعه مسوده تاييد کړي د پاکستان د سنا مجلس غړو په لوی اکثريت له ۴۳ حاضير غړو څخه ۳۱ تنو مخالفه رايه ورکړه.

داسي ويل کيږي چې د ترهګرۍ د مخنوي د مسودې په نامه د پاکستان حکومت او فوځي اداري غواړي چې په دې پلمه خپل هغه لوړ مصارف پټ کړي چې ړ پاکستان په لوړه کچه د قرضداره کيدو باعث شوی دی. خو ددې مسودې له لغوه کيدو وزسته ددې ډير امکان شته پاکستان د تره ګرۍ په ملاتړ په تورليست کې پاتپ شي.

خو ددې هیواد پوځ کوښښ کوي چې دغه مسوده د پارلمان او مشرانو جرګي په ګډ کميسون باندي لاسليک او ومني.

د ياد ولو وړ ده (ايف اې اټې ای) د پيسو د سپينولو او ترهګرو د مالي ملاتړ پر ضد نړيوالې محکمې پاکستان هيواد ته خبرداری ورکړی چې د هغو تورنو چې پر دغه هيواد د ترهګرو په ملاتړ او د تورو پيسو په سپينوولو تورن دی، دې محکمې ته خپل دلايل وړاندي کړي.

د ترهګري د ملاتړ او د تور پيسو د سپينو له امله له ايران او شمالي کوريا وروسته پاکستان دريم هيواد چې ددې محکمې له خوا په تورليست کې شامليږي.

د پيسو د سپينولو او ترهګرو د مالي ملاتړ پر ضد محکمې په ۲۰۰۹ کال کې پاکستان د ترهګرو په ملاتړ په غړ ليست کې داخل کړ او دې هيواد ته يې خبر داری ورکړ چې که د ځان د سينولو لپاره خپل دلايل وړاندي نه کړي دغه محکمه به يې په نړيوال تورليست کې شامل کړي.

خو ددغې محکمې له خوا د روان کال د فبروي مياشتي کې له ۲۷ تورونو څخه يوازي پاکستان ۱۴ تورنو ته ځواب ووايه چې بيا دغې محکمي (ايف اې ټي ای) د روان کال د ډيسمبر د مياشي د ۱۴ نه تر ۲۱ پورې په مسلسلو ناستو کې ددې محکمې چارواکو پريکړه وکړه چې پاکستان لا هم په خړ ليست کې پريږدي.

خو بل پلو بيا پاکستان هم د ۲۱ حقوق پوهانو په ګډون د پاکستان له پارلمان څخه يو کميسون ټاکلی تر څو دغه محکمې ته قانع کوونکي دلايل وړاندي کړي او پاکستان د ترهګرو د مالي ملاتړ په تور له تور ليست څخه وباسي.

که څه هم په پاکستان کې ددې کميسون په جوړيدو سختي ناندرۍ او جنجالونه رامنځته شول خو د پوځ په مداخې دغو جنجالونو ته د پای ټکی کيښودل شو او له ګڼو ګوندونو څخه يو مشترک کميسون جوړ شو.

بايد وويل شي چې پاکستان تيره مياشت په نمايشي ډول اعلان وکړ چې د افغاني طالبانو په ګډون يې په ۲۱ ترهګرو ډلو بنديزونه لګولي دی.

خو عملا په پاکستان کې په زرګونو ترهګر اوسيږي په تيره بيا پاکستان څوځله په ښکاره ويلي چې د افغاني طالبانو مالي ملاتړ کوي او هغوی ته پناه ځای او جنګي وسايط ورکوي.

د يادولو وړ ده چې که پاکستان په تور ليست کې شامل شي له سختو اقتصادي کواښونو سره به مخ شي.
د نړيوال بانک په ګډون به ګڼ شمير پانګوال له دې هيواد سره خپلي سوداکرۍ لغوه او دې هيواد د پورنو په ورکړي بنديزونه ولګيږي.
چې اوس مهال د پاکستان په تاريخ کې تر ټولو زيات ۲۷ بيلیونه قرضداره دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance