The news is by your side.

ګوتريش: کرونا تر بل هر وخت ډيره خطرناکه ده

خبريال ويبپاڼه/د ملګرو ملتونو سرمنشي انتنيو ګوتريش ويلي چې کرونا تر بل هر وخت ډيره خطرناکه ده او نړۍ يې له سخت حالت سره مخ کړي دي ګوتريش په وينا اوس په نړۍ کې تر هر بل خطر د کرونا خطر بيخي زيات دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي امتنيو ګوتريش د امريکا له محتده ايالاتو او روسيې هیوادنو څخه وغوښتل چې د کرونا واکسين ژر او ډير ازارنه جوړ کړي چې د نړۍ هر ګوټ ته ورسيږی تر څو ټوله نړۍ د کرونا له خطر څخه خلاص شي.
د امريکا د جان هاپکيس پوهنتون د ورستيو شميرو له مخي اوس په ټوله نړۍ کې تر ۳۰ ميليونه زيات کسان په کرونا ويروس ککړ شوي دي او له دې ويروس څخه په ټوله نړۍ کې ۹۳۹۴۵۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په ټولو هيوادنو غږ و کړ چې په ټوله نړۍ کې جنګ بند او يوه سرتاسري سوله راشي د هغه په خبره که په ټوله نړۍ کې سوله راشي د نړۍ ټول هيوادونه به د کرونا دمحنوي لپاره مټي را بډوهي او دغه ناوړه پدیده به له نړۍ څخه ورکه کړي.

انتپو ګوتريش زياتوي چې د کرونا د مخنوي يوازيني حل ددې ويرس واکسن جوړولو او خلکو ته ويشل دي.

هيره دي نه وي چې امريکا لا له وړاندي ويلي وو چې د کرونا د مخنوي لپاره يې واکسين جوړ کړي دي خو تر دې دمه دا واکسين نه دي جوړ شوي او نه هم کرونا ځپلو ته ورکول شوي دي.

د کرونا د مخنوي واکسين په امريکا کې بيخي په سياسي ناندريو بدل شوي دي.د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل سيال جوبايډن او د هغه په مرستيالې هيريس توندي نيوکې وکړي او وويل چې جوبايډون او ډله يې بايد د کرونا د واکسين په اړه د خپلو نامسولانه خبرو د کولو له امله بايد د امريکا له خلکو بښنه وغواړي.

خو د ولسمشر ټرمپ د راتلونکي ټاکنو مخکښ سيال بيا پرون د يوې غونډي په ترڅ کې ولسمشر ټرمپ د کرونا د واکسينو د جوړيدو په اړه په درواغو تورن کړ.

جوبايډن چې د امريکا په پنسيلونيا ايالت کې خپلو پلويانو ته په خبرو کې وويل چې ټرمپ هر وخت په سياسي دوراغو کې ښکيل وي.

بايد وويل شي چژ روسي هم څه موده مخکي اعلان وکړ چې د کرونا واکسين يې چمتو دي او روسيه پلان د نړۍ ځنيو غريبو هيوادنو ته وړيا ږرکړي.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.