The news is by your side.

امريکا افغان هوايې ځواک ته ۴ الوتکي ورکړې

خبريال ويبپاڼه /نن پنج شنبه د امريکا پوځ اعلان وکړ چې د افغانستان هوايې ځواک ته يې ۴ الوتکي ورکوي د امريکا پوځ ويلي چې دغه الوتکي به د افغانستان هوايې پوځ نور هم پياږړی کړي.

د امريکا د پوځ په وينا دغه ( A ۲۹) ډوله الوتکي يې نن په پلازمينه کابل کې امنتي چارواکو ته سپارلي دي.

بايد وويل شي چې څو ځله مکي هم د امريکا محتده ايالاتو پوځ افغانستان پوځ ته بيلا بيلي ډول الوتکي ورکړي دي چې ځني جنګي او ځني نوري مالي او څارګري الوتکي دي.

د امريکا د پوځ له لوري په ۱۳۹۷ کال د ۸ بې بيلوټه الوتکو په ورکولو سره د افغانستان هوايې ځواک ډير غښتلی شو چې په هغه وخت کې دغه ۸ بې بيلوټه الوتکې د داعشو له منځه وړلو لپاره ډيري موثري تمامي شوي.

هيره دي نه وي چې د امريکا پوځ د افغانستان هوايې ځواک ته دغه وسلې په داسي حال کې ورکوي چې په افغانستان کې جکړې سخت زور نيولی دی.
تيره ورځ د يوع راپور له مخي ويل شوو چې وسوالو طالبانو په ۲۹ ولايتونو کې د افغان پر مرکزنو بريدنه کړي وو.

د يادولو وړ ده چې تير کال د امريکايې او افغان پوځ ترمنځ د يوه تړون په ترڅ کې ۴ جنګي الوتکي اقغان پوځ ته ورکړل شوي. چې په دغه تړون کې د الوتکو د ورکړي برسيره په ځينو نورو ټکو هم هړکړه شوي وه چې له مخې به يې امريکايې ځواکونو د باوري معلوماتو له مخې ذ طالبانو پټن ځايونه په نښه کوي.
چې همدې ته په کتو تير کال د امريکايي پوځ بي بيلوټه الوتکو له خوا زرګونو طالبان ووژل شول او ان ټول مشران يې پاکستان ته وتښتيدل.

که څه هم په افغانستان کې له يوې خوا جکړي زور نيولی خو له بلې خوا د افغان حکومت او طالبانو د سولي مرکچي پلاوي په قطر کې د سولي د راتګ په خبرو سره بوخت دي.

د تيرې اوني د شنبې په ورځ د قطر په پلازمينه دوحه کې دنړۍ د ګڼو هيوادونو د استازو او بهرنيو چلرو وزيرانو په شتون کې دسولي د بين الاافغاني مذاکراتو غونډه په ډير دوستانه ماحول کې پيل شوه.

داسې ښکاريدل چې داوړه لوري له جکړي ستړي او ددې شل کلني جګړي په حل پسي ګرځي.

دا هم بايد وويل چې نن د طالبانو د قطر دفتر وياند رسنيو.ته وويل چې په ډيرو شيانو هوګړه شوي دده په خبرو ډير ژر به دواړ غاړي د اروبند پع ميکانيزم او ځينو نورو مسايلو تفاهم ته سره ورسيږي.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.