The news is by your side.

شاهرخ خان هره مياشت انسټيګرام نه څومره روپي ګټي

خبريال ويبپاڼه / د هندي يا باليوډ سينما د نورو ستورو په څير شاهرخ خان هم له هغو لوبغاړو څخه ده چې د فليمونو سربيره په ټولنيزو رسنيو هم په ميلينونه روپۍ ګټي.

شاهرخان يو د نړۍ له هغو مشهورو ستورو څخه شميرل کيږي چې يو ځل په نړۍ کې د دوهم مالداري فلمي لوبغاړي په توګه هم راڅرګند شو. هغه ته نه يوازي د بالييوډ پاچا نه ويل بلکي شاهرخ خان په نړۍ د انسټګرام د پاچا په توګه هم پيژندل کيږي. چې تر ټولو ډير ۲۲ ميليونه فالورز لري که په ښکاره توګه ووايو شاهرخ خان په سيتماتيکه او منظم پلان سره په انسټګرام کې د خپلو مينوالو لپاره کار کوي.
داسي ويل کيږي چې شاهرخ خان انسټګرام پاڼه يوازي ددې لپاره کاروي چې په دغه پاڼه انلاين اعلانات خپاره او له دې لاري زيات شمير روپۍ وګټي.

د جان لاک په نامه په يوه څيړنيزه مجله کې ويل شوي چې که څوک وغواړي د شاهرخان په انسټګرام پاڼه خپل اعلانات ورکړي بايد تر۰ ۸ لکه نه تر ۱۰۰ لکه شاهرخ خان ته په يوه اعلان ورکړي چې دا بيخي د اعلاناتو بيخي لوړه بيه ده چې د يوه اعلان له امله يوه فلمي لوبغاړي ته ورکول کيږي.

بايد وويل شي چې ۲۰۰۰ م کال راهسي شاهرخ خان د بالييوډ سينما په ټاپ او بهترينو فلمي ستورو کې شمارل کيږي.
د شاهرح خان تر ټولو مشهور فلمونه ( ناوي زوم وړلای شي) کله غم کله خوشاله ، زما نوم خان دی ، کوچ، کوچ هوتاهي ، کال هونا هو، کبهي الوداع ناګهنا دي دی چې دی يې په ټوله نړۍ کې د شهرت اوج ته رسولی دی.

د يادولو ده چې شاهرخ خان له خپل وروستي فلم له ناکاميدو ږروسته دا دريم کال دی چې له بالييوډ سيمنا څخه لري ده شاهرخ خان په دری مياشتي کوم په کوم کژ کار نه دی کړی.
خو داسي ويل کيږي چې شاهرخ خان به سږ کال يعني په ۲۰۲۰ کال کې په يوه فلم کې د (پټان) په نامه ولوبيږي چې سيدارات اناند يې مرکزي لوبغاړی دی.
دغه فلم د هندي مشهوري کمپنۍ ياش راج له خوا جوړيږي چې اديتيا چوپړا ددې پروژې مسوليت پر غاړه اخيستی دی.

بايد وويل چې په دغه را روان فلم کې د شاهرخ خان مقابل لوبغاړی ديبيکا پادوکن دی چې په دغه فلم کې به د يوه بدماش او بد سړي رول لوبوي.

هيره دي نه وي چې شاهرخ خان نه يوازي دا چې په فلمونو کې ښکليل دی بلکي شاهرخ خان ځيني مدني کارونه کوي. د شاهرخ خان د فلمونو ترڅڼګ لوی مصروفيت سوداګري او تجارت دی.
شاهرخ خان د هند په ستر کرکيټ ليګ ای فې ايل کې هم یوه لوبډله لري چې يو ځل يې دغه جام هم ګټلی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.