The news is by your side.

د پاکستاني پوځ پر ضد وزيرستان کې پرلت پيل شو

 

خبريال ويبپاڼه /دکرښي هغې غاړي جنوبي وزيرستان کې ميشتو پښتونو د پاکستاني پوځ پر ضد له هغه وروسته احتجاحي پرلت پيل کړ چې د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې د( راه نجات) په نامه علميات پيل کړل.

د جنوبي وزيرستان د سرا تحيصل سيمې اوسيدونکي وايې چې د پاکستان پوځ د راه نجات علمياتو په بهانه په پښتنو سخت ظلمونه کړي او په دغو سيمو کې يې سلګونه کورنه او دوکانونه چور او وران کړي دي.

پرلت کوونکي وايې چې له سيمې په زرګونو خلک کډوال او نورو سيمو ته ولاړل د دوی په خپره چې لومړي ۹ کاله مخکي پاکستاني پوځ د ضرب غضب په نامه علميات پيل کړل چې په زرګونو پښتانه پې کوره شهيدان او ژوبل شول.
د سرا تحصل اوسيدونکي وايې چې د پاکستان پوځ ورسره منلي وه چې دوی به کورنه جوړوي خو دا دی ۹ کاله وشو چې کورونه همداسي وران پاتي دي خو برسيره پر دې پوځ بيا نوي علميات پر شمالي اوجنږبي وزيرستان پيل کړي دي.

د پرلت يوه ګډون وال اسحاق ډيوې راډيو ته ويلي چې پاکستاني پوځ د سرا تحصل ټول بازا چور او يو مخيزه وران کړ.
دی وايې چې په دغه بازار کې تر ۴۰۰ زيات دوکانونو شتون درلود د ښاغلي اسحاق په وينا چې اوس ددې دوکانونو ډيری ځمکه د پاکستان پوځ له خوا غصب شوي ده.

بايد وويل شي د پاکستان پوځ له څو وروځو راهسي په دې پلمه چې په شمالي وزيرستان او د کرښي هغې نورو پښتون ميښتو سيمو کې د ترهګرو پټنځايونه له منځه وړي د پښتنو د ځپلو په موخه سخت علميات پيل کړي دي.

د پاکستان پوځ څو ځله مخکې هم د (ضرب غضب) په نامه علميات په شمالي او جنوبي وزيرستان کې تر سره کړل چې په سل ګونو عام او بې ګناه پښتانه پکې شهيدان او زرکونه نور بې کوره او زخميان شول.
پاکستاني پوځ د ضرب غضب په علمياتو کې له يوې مخې د خلکو کورونه ړنګول او هر څوک چې به په مخه ورتلل يا وژل او يايې له ځان سره وړل.

اوس ددې پوځ له لوري تر ۲۰۰۰ زور زيات پښتانه تري تام دي چې مرګ او ژوند يې نه دی معلوم.

بايد وويل شي چې له تيرو څو ورځو راهسي په شمالي وزيزستان د شکتوې په سيمه کې د پاکستاني پوځ له خوا کرځ بنديز لګول شوی.
او ددې سيمه ۴۰۰ تنه پښتانه يې نيولي له نيولو وروسته د سيمې خلکو رسنيو ته ويلي چې پاکستان پوځ په دغه سيمه کې سخت ظلم شروه کړی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.