The news is by your side.

طالبان سولې لپاره څه مني او حکومت د څه منلو ته چمتو دی؟

خبریال وېب پاڼه/ د الجزيرې ټلېويژن د اسامه بن جاوېد سره د ډاکټر عبدالله عبدالله مرکه:

دا مرکه چې ما نن وليدله له پېله تر ويخه پورې په کې د طالبانو په هکله ټولې کارولې جملې پستې او نرمې وې او که دولت او طالبان د اوسنو خبرو برې غواړي نو هيله ده چې دا دواړه خواوې به تر دې وروسته له دې ډول يا دې ته له ورته ژبې نه کارواخلي.
که څه هم ډاکټر عبدالله دا څرګنده نه کړه چې د طالبانو سره د دوى خبرې د کوم Give & Take يا ورکړه او واخله د ارو پر بنسټ کيږي ولې ښکاره ده نړۍ او ولس دواړه غواړي پوهه شي چې طالبان به د سولې د پاره څه مني او دولت د څه شي منلو ته چمتو دى ځکه چې دا غوټه تر هغې نه پرانيستل کيږي تر څو چې د ټولو خواوو په خوښه يو داسې راتلونکى دولتي سيسټم نه وي منل شوى چې هر افغان ته به د هغه د وړتيا سره سمه ونډه ورکوي او په دې منځ کې به د هغو افغانانو وړتياوې او کاريزې پوهې هم ورلوړوي چې( په لوى لاس) د اوسني ورتپلي جنګ اغيزو بد بد ځپلي دي د دې خلکو سره د يوې پراخې ملي لورينې پرته، له تيرو شلو کالو نه راروان دولتي سيسټم نه شي سمېدلى چې بنسټ ېې له بده مرغه د امريکې جنګي پاليسۍ په قومندان واکۍ او ټوپک واکۍ ايښى وو.

بله خبره داده چې په دې برنيو ټکو – تر سلا کېدلو پرته دافغان دولت او طالبانو تر منځ اوسنۍ خبرې اترې بريالۍ هم نه شو ګڼلى.
د دې تر څنګه دا هم نه شو هېرولى چې د راتلونکي دولت سيسټم چې هر څه او هر څوک وي نه دا کولى شي چې په دولت کې دې ټولې اوسنۍ ورټاله شوې سياسي پرې په بشپړه ډول له سيسټم نه وباسي او نه په بشپړ ډول راتلونکى دولتي سيسټم بې له طالبانو جوړېدلى شي ولې دا دواړه چارې به په لويه کې دې ته ګوري چې د دولت په نوم د مرکزي اداري سيسټم په سر کې څوک دى؟ دا څوک به بيا ښايي چې دواړو خواو ته د منلو وړ يوه څېره وي يا دې ورته ځان د يوې بالغې سياسي تاو زغمۍ او flexibilty سره د منلو وړ څېره کړي. داسې سياسي تدبر ډاکټر اشرف غني هم خپلولى شي (خو که خپل ېې کړي)، د طالبانو مشر هبت الله ېې هم کولى شي او حتى ډاکټر عبدالله ېې هم د کولو وړتيا لرلى شي او څرګنده ده چې چا هم داسې يو پوخ سياسي تدبر وکړى شو او دا ډول سياسي بلوغ او نبوغ، دواړه ېې خپل کړل هغوى به هم د ولس زړونه وګټي او هم به د افغانستان او سيمې سبانى مورخ د هغوى دا ډول سياسي زيرکي په زغړدو او خوږو ټکو کې وليکي اوس به ګورو چې د افغانستان د يوې بشپړې هر اړخيزې او ټولو خواو ته د منلو وړ سولې د پاره د ذاتي انا قرباني څوک ورکوي او څوک له هغو نه د راتاوو کړيو د خيالي او کاذبو مشورو په لومو کې نښتي پاتې کيږي او د تاريخ د زندۍ مراندو ته غړۍ سپاري!؟

لیکنه: ډاکټر اکبر اکبر

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.