The news is by your side.

د سودا ګرو پر مخ د باديني لار پرانيستل شوه

خبريال ويبپاڼه /د افغانستان او پاکستان تر منځ يوه بله لار د سوداګرو پر مخ نن پرانستل شوه او د دواوړ هيوادو ځايې چارواکو ويلي چې د کرښي هغې غاړي بلوجستان ايالت باديني لار خلاصه او په دلته يې د سوداګرو لپاره يو سوداګريز ترمينل هم جوړ کړی دی.

د بلوجستات ايالت اعالي وزير جام کمال په باديني کې د سوداګريز ترمنيل پرانست غونډي ته په خپلو خبرو کې وويل چې له دغه سوداګريز ترمنيل څخه به نه يوازي د هيوادونو په سطحه سوداګرو ته ګټه ورسوي بلکي کرښي دواړو غاړو افغانانو ته به هم يو ښه کاري فرست برابر شي.
ښاغلي جام کمال زياته کړه چې د بلوچستان حکومت کوښښ کوي د بلوچستان ايالت د سوداګرو او افغان سوداګرو تر منځ اړيکي پراخې او د داوړو غاړو سوداګر نورې پانګې اچونې ته وهڅوي.

د بلوچستان ايالت د سوداګرو اتحاديې مرستيال اختر کاکړ مشال راډيو ته وويل چې د پاکستان مرکزي حکومت او د بلوچستان ايالتي حکومت بايد ددې لارې سربيره نورې لارې هم د سوداګرو پر مخ پرانيزي. ځکه اختر کاکړ وايې چې يوازې بلوچستان کې څو سوداګريزي لاري شتون لري چې له هغې ډلي يې توبه اڅکزۍ، ګلیستان ، او دالبيندين هغه باري دي که پرانستل شي د کرښي دواړو غاړو افغانانو سربيره به يې د پاکستان او افغانستان سوداګرو ته ډيره ګټه ورسيږي.

بايد وويل شي چې د بلوچستان بادينی د زابل ولايت له شملزو ولسوالي نيښتي سيمه ده چې يوې خوا ته يې پوڅان او.زابل لوري ته د پښتانه قومونه ميشت دي.

له کرښې دې غاړي ته هم زابل ميشتي د باديني لاري پرانيستلو ته خوشاله دي دي د سمي خلک وايې چې د سوداګرۍ تر څنګ به ګڼو افغانانو ته د کار زمينه برابره شي.

د زابل ولايت د شملو ولسوالۍ يو تن اوسياوسيدونکي محمد انور خبريال ويبپاڼې ته وويل چې دغه لار بايد په دايمي ډول خلاصه شي ځکه محمد تنور وايې چې پاکستان په هره برخه کې تل دوه مخي کړي ده دی وايې چې کله چې په افغانستان کې ميوې او نور خوراکي توکي پاخه شي پاکستان پر ډيورنډ شته دوازي بندوي چې له امله ګڼو سوداګرو او بزګرو ته زيات شمير زيان رسيږي.

بايد وويل چې له تيري مياشتي راهسي د سپين بودلګ سوداګريزه لار هم د سوداګرو او مسافرو پر مخ خلاصه شوي.

هيره دې نه وي په دې وروستيو کې پاکستان له اقتصادي ستونرو سره مخ دی دغه هيواد يوازي په دوو.کلونو کې ۱۲ تزيليونه قرضدراه شوی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.