The news is by your side.

طالبانو ته د اسد الله خالد خبرداری

خبريال ويبپاڼه /د ملي دفاع سرپرست وزير سترجنرال اسد الله خالد د يوې غونډي په ترڅ طالبانو ته خبرداری ورکړ او ويې ويل چې دوښمن دې د پنجاب په مرسته د ملي پوځ د له منځه وړلو خوبونه نه ويني.

د ملي دفاع سرپرست وزير اسدالله خالد هغې غونډي ته چې د امريکاي پوځ له خوا افغان پوځ ته د څلورو الوتکو د ورکړي په مناسبت جوړه شوي وه ، وويل چې دی او هر افغان سرتيری به تر ورستۍ سلګي ددې خاوري له لويشت، لويشت څخه دفاع وکړي او هيچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان ځکمنۍ بشپړتيا او اساسي ارزښتونو ته زيان ورسوي.

ښاغلي خالد دا هم وويل چې د افغان پوځ اوسنۍ جکړه ددې خاوري د ساتنې په موخه ده او هيچا ته به اجازه ورنه کړي چې پر افغاني ارزښتونو او ملي ګټو معمله وکړي بلکې د افغانستان ملي پوځ به يې په وړاندي کلک ودريږي.

اسد الله خالد دا هم وويل چې له طالبانو سوله په معنا نه ده چې افغان حکومت به په ملي ارزښتونو معميله کوي. بلکي سوله په افغانستان د پردۍ جمړې د ختميدو په معنا ده.

ښاغلي خالد دغه څرګندوني په هغي غونډي کې وکړي چې په پلازمينه کابل کې د امريکايي پوځ له خوا افعان پوځ ته د الوتکو د ورکړي په موخه جوړه شوي وه.
بايد وويل شي نن پنج شنبه د امريکا د پوځ له لوري د افغانستان هوايې ځواک ته يې ۴ الوتکي ورکړي د امريکا پوځ ويلي چې دغه الوتکي به د افغانستان هوايې پوځ نور هم پياوړی کړي.

د امريکا د پوځ په وينا دغه ( A ۲۹) ډوله الوتکي يې نن په پلازمينه کابل کې امنتي چارواکو ته سپارلي دي.

بايد وويل شي چې څو ځله مکي هم د امريکا محتده ايالاتو پوځ افغانستان پوځ ته بيلا بيلي ډول الوتکي ورکړي دي چې ځني جنګي او ځني نوري مالي او څارګري الوتکي دي.

د امريکا د پوځ له لوري په ۱۳۹۷ کال د ۸ بې بيلوټه الوتکو په ورکولو سره د افغانستان هوايې ځواک ډير غښتلی شو چې په هغه وخت کې دغه ۸ بې بيلوټه الوتکې د داعشو له منځه وړلو لپاره ډيري موثري تمامي شوي.

هيره دي نه وي چې د امريکا پوځ د افغانستان هوايې ځواک ته دغه وسلې په داسي حال کې ورکوي چې په افغانستان کې جکړې سخت زور نيولی دی.
تيره ورځ د يوع راپور له مخي ويل شوو چې وسوالو طالبانو په ۲۹ ولايتونو کې د افغان پر مرکزنو بريدنه کړي وو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.