The news is by your side.

ولي د سولي‌ بهیر ته د حامد کرزي‌ اړتیا ده؟‌

خبریال وېبپاڼه – افغانستان د خپل اوږده تاریخ د وروستۍ (۱۹) کلنې جګړې په وروستي خو نا معلوم پړاو کې برېښي.‌ پر افغان حکومت او د جګړې پر بل لوري ( طالبانو) تر بل هروخت د نړۍ والې ټولنې او په ځانګړي ډول امریکا متحده ایالاتو فشارونه زیات شوي چې دواړه لوري یې یوبل ته نېژدې کړي‌ او د وروستۍ جګړې (پای) ته یې لار هواره کړې ده.‌

تازه دواړه لوریو خپل استازي‌ د قطر په پلازمېنه دوحه کې سره مخامخ کړل او پر سوله خبرې پیل شوې. اوس خبره داده چې له یوې خوا په دغه هیواد کې تر بل هروخت سولې ته لېوالتیا زیاته شوې او له بله اړخه په افغانسان کې تر سوله زیات تاوتریخوالي ته لمن وهل کېږي.‌

ځیني بهرني استخبارات؛ له جګړې ګټه کونکي اشخاص؛ په حکومت کې دننه ځیني لوړرتبه مامورین؛‌ دافغانستان ګاونډي هیوادونه او په طالبانو کې د جګړې او پاکستان پلوه کړۍ په مسلسل ډول بوختي دي چې دافغانستان دا (۱۹) کلنه جګړه لا نوره اوږده کړي.

افغان سوله د امریکا ګټه او د حامد کرزي‌ رول!
وخت ددې ضرورت پېښ کړی چې د امریکا د متحده ایالاتو د اوسني حکومت ګټه دافغانستان په سوله کې نغښتې ده.‌ په امریکا کې د ولسمشرۍ ټاکنې کېږي او ددې ټاکنو پر مهال د رایو د ترلاسه کولو په موخه ولسمشر ټرمپ هڅه کوي چې د افغانستان سوله هم خپله یوه لاسته راوړنه وګڼي او له دې هیواده د خپلو عسکرو د وتلو په بهانه د خپل ولس رایه ترلاسه کړي.‌

که څه هم د ډونالډ ټرمپ حکومت ظاهرآ دا خبره کوي چې ټول امریکا يي سرتېري له افغانستان نه اوباسي خو داسي ښکاري چې د امریکا متحده ایالاتو عسکر په بشپړه توګه له افغانستان نه نه وزي‌، البته د یوې نسبي ‌سولې‌ راتګ ته امریکا طالبانو ته ویلي چې لویه برخه سرتېري به له افغانستان نه اوباسي.

له افغانستان نه د امریکا يي سرتېرو په وتلو طالبان او طالب پلوي خوښ دي؛ خو بل اړخ ته د افغانستان حکومت او د حکومت پلویان دا د افغانستان په زیان بولي او هڅه کوي چې امریکا يي پوځیان هم دلته پاتې شي‌.

د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشري ټاکنو دواړه کاندیدان جوبایډن او ډونالډ‌ټرمپ خپل ملت ته دافغانستان د جګړې د پای ته رسولو او د خپل پوځ د ایستلو په حق کې دي، مطلب دادی چې که چېرته دواړه کاندیدان وايي چې پوځ باید وایستل شي نو بیا خو دا موضوع د یوه پر ټاکنیز کمپاین تاثیر نه لري‌ ښايي دواړه لوري‌ افغانستان له خپلې انتخاباتي ‌اجنډا نه وباسي.

دافغانستان حکومت او ددغه حکومت لوړرتبه مامورین خو په هم دې هڅه کې دي چې په ټاکنو کې د افغانستان اهمیت را کم کړي‌؛‌او د اهمیت را کمول ددې سبب کېږي‌ چې د افغانستان د اوسني حکومت عمر او ژوند اوږدوي.‌

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د دغه هیواد د سولې‌ یو قوي ملاتړی شمېرل کيږي او هڅه یې دا ده چې په دغه هیواد کې یوه تل پاتې سوله وشي؛ نو ښاغلي ‌کرزي ته په کار دي ‌چې د خپلو سرچینو ؛‌پخوانیو او اوسنیو اړیکو په کار اچولو سره کوښښ وکړي چې د امریکا په ټاکنو کې د افغانستان رول مهم او زیات کړي.‌

اسانه لاره داده چې حامد کرزي د خپلې پخوانۍ او اوسنۍ لاوبي په مټ د امریکا متحده ایالاتو د دواړو انتخاباتي ټیمونو خولې ته دافغانستان سوله لانوره ورو واچوي څو افغانستان د امریکا د انتخاباتو مهمه موضوع پاتې شي؛ په دې صورت کې ټرمپ هڅه کوي چې د افغانستان له سولې ګټه واخلي‌او دواړه لوري‌ حکومت او طالبان تر فشار لاندي راولي‌ چې سولې‌ ته نېژدې شي

افغان سوله، ګاونډي هیوادونه او حامد کرزی!
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی ددغه هیواد له ګاونډیانو سره هم ښه اړیکې لري.‌ نوموړی کولای شي چې د افغانستان هر یو ګاونډی په دې وپوهوي چې د روان جنګ زیان ددوی د هیواد تر لمنې په یوه نه یوه بڼه ور رسېدلای شي.‌
په دې ګاونډیانو کې تر ټولو مهم یې پاکستان خو هم مهاله ایران او چین هم زیات ارزښت لري.

پاکستان هسي هم د افغان سولې په تړاو د امریکا تر فشار لاندي دی، خو که چېرته ددې فشار سره سره دافغانستان په سوله کې د پاکستان ګټې پاکستاني چارواکو ته ورپه ګوته کړل شي چې افغان سوله د اقتصادي او هره اړخه ستاسو په ګټه ده؛ښايي پاکستان سولې ته زړه ښه کړي.
هم دا راز پاکستان په دوو نورو مهمو مسئلو پوهول په کار دي چې تر سوله وروسته به په افغانستان کې د د هند رول را کمېږي او که پاکستان غواړي‌ «د هند رول» چې اس یې په افغانستان کې لوبوي « د حکومت ملاتړ» تر سوله وروسته لوبولای شي.‌ په دغه صورت کې چې پاکستان د اپوزېشن پر ځای له افغان حکومت سره اړیکي ښې کړي افغانان هم ښايي په پاکستان اعتبار زیات کړي.‌

بل اړخ ته حامد کرزی کولای شي چې ایراني چارواکي ‌په دې وپوهوي چې اوس د پخوا په ډول طالبان تاسو ته خطر نه دي؛ اوس ایران په طالبانو کې خپلې ژورې رېښې غځولې دي، نو په کار دي چې ایران دافغان سولې ملاتړ وکړي او یوه سوله ایز افغانستان او پیاوړی حکومت کار کولو ته پرېږدي، د نړۍ د نورو متمدینو هیوادونو په څېر دافغانستان تر اپوزېشن زیات پر حکومت اعتماد وکړي،‌او دا چاره به په افغانستان کې د ایران خلاف را پارېدلی نفرت راکم کړي.‌

چېن چې له امریکا سره ژوره تربګني لري په دې پوهول په کار دي چې ستاسو لپاره ستاسو په خوا کې له معدنیاتو ډک افغانستان چې د چین لپاره د یوه ښه اقتصادي‌ بازار حیثیت هم لرلای شي ګټور دی. چین هم پوهول په کار دي‌ چې له خپلې لاوبي کار واخلي‌او د امریکا په ټاکنو کې افغانستان مهم را څرګند کړي او دا کار د سولې ‌خبرې غځولای شي او دافغانستان په سوله کې د امریکا متحده ایالاتو دلچسپي زیاتېدلای شي.‌

په کور دننه په سوله کې د حامد کرزي ‌رول !
که څه هم نړۍ واله ټولنه په ځانګړي ډول امریکا هڅه کوي ‌چې په افغانستان کې طالبان او حکومت سره پخلا کړي، خو دا پخلاینه یوازي تر دوه لوریو او بلکه ددغه دوه اړخونو تر چارواکو پوري ‌محدوده ده.‌

د امریکا متحده ایالات؛ افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر دم ګړیه په ولس کې د سولې هیڅ داسي ‌هڅه نه ده کړې چې وېشلی ولس سره را غونډ کړي.‌
پخوانی ولسمشر حامد کرزی چې په کور دننه لا هم ښه محبوبیت لري، قومي ژبه یې زده ده او له ولسي خلکو سره په خبره پوهېږي؛ کولای شي چې د ولس په میانځ کې د موجود اختلافاتو او نفرت کچه را ټیټه کړي.

حامد کرزي ته په کار دي چې داسي ‌یو ولسي کمپاین وچلوي چې د حکومت او طالبانو مخالیفین د یو بل له مخالفته واړوي. ښاغلي کرزي کولای شي چې د خپلو ټولو اړیکو کار واخلي‌ او د یوې داسي ‌فضا رامنځ ته کولو ته کار وکړي چې د سولې‌ روانه پروسه زیانمنه نشي.‌

نوموړی کولای شي‌ چې دافغانستان له کلیو او بانډو، ښارونو او کوڅو، ولایتونو او ولسوالیو یا په جلا جلا مشران را وبولي‌ او د ولسي سولې یعني ‌د ولس په مینځ کې د را پارېدلي‌ نفرت د اور د وژلو هڅه وکړي او که جلا جلا ممکنه نه وي په کار دي چې د یوې جرګې په بڼه ولس را وبلل شي او هغوی ته دا لار ورپه نښه کړل شي‌ چې د خلکو ترمنځ شته واټن را لنډ‌کړای شي.

دم ګړی یوه لورته په قطر کې دافغانستان د سولې پر سر خبرې رواني دي بل لورته په خواله رسنیو او هم دا راز کلیو او بانډو کې د سولې پر ځای د طالبانو پلویان د (فتحې) او حکومت پلویان بیا د طابانو د تسلیمي نغارې غږوي.‌
له دې حالته د راوتلو لپاره تر ټولو غوره شخصیت پخوانی ولسمشر حامد کرزی کیدلای شي چې پراخ ولسي‌ ملاتړلري.

افغان سوله ، سیاسیون او کرزی !
د افغانستان په سوله کې هر عادي وکړی هم رول لري ‌او هم یې ګټه او زیان ورسره تړلي دي او هر عادي وګړی یو ځای نه یوځای له کوم سیاسي تنظیم یا قومي مشر سره تړاو لري؛دنو تر ډېره بریده دافغانستان سیاسیون(چې دهرقوم سره تړاو ولري – ښځې او نارینه)؛ قامي مشران ؛ کابل مېشتي طالب چارواکي؛ خوابدي طالبان او د بیلا بیلو حکومتونو استازي په ولس کې د خپل لږ او ډېر اثر رسوخ له خې مهم دي.
حامد کرزي ‌ته په کار دي چې د یوې دایمي سولې د راتګ په موخه بره یاد شوي اشخاص د سولې په یوه پیوند سره وتړي او په ولس کې د ولسي سولې بهیر پیاوړی کړي.
همدا راز بره ذکر شوي اشخاص په خواله رسنیو کې هم خپل ځانګړي مینه وال او ځانګړي کسان لري او دوی کولای شي چې د پخلاینې برخې ته زیاته پاملرنه وکړي‌ او دواړه غاړې حکومت او طالبان یا ددوی دواړو پلویان یوبل ته له پیغورونو را وه ګرځوي او د سولې لارې ته یې برابر کړي.‌

سوله او ملي‌ امنیتي ځواکونه !
په افغانستان کې چې هرځل د سولي خبرې شونې شوې دي نو هم مهاله د افغان امنیتي ‌ځواکونو او د ولسواکي د له منځه وړلو خبره ګرمه شوې ده.
افغان امنیتي ځواکونه او ولسواکي چې د ټول افغان ولس لپاره سترې لاسته راوړنې بلل کېږي، په کار ده چې د سولي په مذاکراتو کې خوندي توب ته لمړي توب ورکول شي.
دا کار که حکومت کوي نو له طالبانو سره یې اختلافات را ولاړیږي، خو که دا کار پخوانی ولسمشر حامد کرزی د یوه دریمګړي او د هم دغو لاسته راوړنو د بنسټ ایښودونکي په څېر وکړي ښايي دا چاره اسانه شي.
حامد کرزی باید مخامخ طالبان؛ ګاونډي هوادونه او نړۍ واله ټولنه په دې وپوهوي چې د افغان امنیتي‌ ځواکونو (امنیتي‌ارګانونو) او ولسواکي پالل او ساتل د سولي ‌د لمړني‌ شرط په توګه ومني‌.

ښاغلی کرزی دي د ملي روغي جوړي په پروسه کې دې چارې ته اولیت ورکړي او دا هغه لاره ده چې له یوې خوا به د هیواد ملي‌ ګټې خوندي ‌شوې وي او له بله اړخه به پخواني ولسمشر د ملت لورته لا نور ځان نېژدې کړی وه اوسي.

سوله، حامد کرزی او افغان میډیا!
دې کې شک نشته چې د افغانستان په تاریخ کې د رسنیو د آزادي ورکونکی ولسمشر حامد کرزی دی؛ د حامد کرزي د واکمني پر مهال په افغانستان کې د رسنیو آزادي اوج ته لاړه او د تلویزونونو را نیولې او بیا تر عامه لویو او وړو چاپي او انټر نېټي خپرونو پوري‌ دا هرڅه د حامد کرزي د واکمنۍ سره را پیل شول.‌
مطلب دادی چې تر ډېره بریده د رسنیو اکثره مالکان، یا تر هغوی را لاندي د رسنیو مسئولان او چلونکي حامد کرزي ته د احترام په سترګه ګوري، نو که چېرته ښاغلی کرزی وکړای شي‌ ښايي په اساني سره دافغان رسنیو لوری د سولي‌اړخ ته را وګرزوي. 
 حامد کرزي ته په کار دي چې دافغانستان د مطرح رسنیو له مالکانو یا چلونکو او که هغه هم حاظر نشي‌ له مطرح خبریالانو سره مخامخ خبري ‌وکړي او هغوی ته دا سپارښتنه وکړي چې له یوې خوا په ولس کې د سولي او ملي پخلاینې روحیه خوره کړي او له بله اړخه هغه کړۍ تر فشار لاندي را ولي چې د سولي مخالفت کوي.

ښاغلي کرزي ته په کار دي چې د سولي‌ پر اهمیت، ګټو او د سولي پر ښکلا پخپله هم په رسنیو کې وغږیږي او خپلو پلویانو ته هم ووايي چې په هر ډول رسنیو کې د سولي موضوع ګرمه وساتي او په بې پرې او له هر ډول تعصب پرته د سولي مخالفین رسوا کړي.‌
همدا راز حامد کرزي ته په کار دي‌ چې افغان رسنۍ د ولسواکي په ساتلو او هم دا راز د افغان ملي ‌امنیتي ځواکونو په خوندي توب قانع او دې ته جوړي کړي چې خپلو دې ملي ‌ارزښتونو ته په رسنیز ډګر کې لمړیتوب ورکړي.‌

ولي د افغانستان سوله کې حامد کرزی؟‌
دافغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی ددغه هیواد تر ډېرو سیاسیونو مجرب او محبوب دی. نوموړی د دیموکراسي‌ پلار هم بللای شو چې د افغانستان په معاصر تاریخ کې بې له کومه جنجاله ارګ پرېایښی دی.
حامد کرزی یو دافغانستان هغه سیاسي‌او ملي‌ څېره ده چې د واکمني ‌پر مهال یې هم له ځینو طالب مشرانو سره اړیکي ‌پالل او اوس هم له ډېری طالب مشرانو سره ژورې اړیکي لري .‌
ښاغلی کرزی یو له هغو اشخاصو دی چې د واکمني تر ختمېدو وروسته یې هم دافغانستان له ټولو ګاونډیو هیوادونو، نړۍ والې ټولنې او په کور دننه له سیاسیونو سره ښې اړیکي ‌ساتلې دي. نوموړی اوس هم د امریکا په متحده ایالاتو کې په سینټ او حکومت کې پاخه پلویان لري؛‌ که حامد کرزی له خپلو اړیکو کار واخلي‌ او له اشرف غني سره په ګډه د سولي پر تګلاره کار وکړي ښايي افغانستان له بهران نه وساتل شي.

حامد کرزی په اساني سره ولسمشر اشرف غني لیدلای شي او دا لیده کاته د نورو سیاسیونو لپاره اسانه نه دي
پر ولسمشر محمد اشرف غني په ارګ کې یوه داسي کړۍ را څرخېدلې ده چې نوموړی یې له ولس او خلکو په سیستماتیک ډول لیري ساتلی دی. دا کړۍ یا کړیانې خپلې شخصي موخې لري‌ او ډېری غړي‌یې په اداري ‌فساد تورن بلل کیږي.
دافغانستان خلک او د چارو کارپوهان په دې باور دي‌ چې یادو کړیو په خلکو کې د اشرف غني ‌محبوبیت دومره را ټیټ کړی چې ډېری پر رایه ورکولو هم پښېمانه دي.
داسي‌ښکاري ‌چې یادو کړیو اشرف غني‌ته له سولي ‌بلا جوړه کړې او هغه ته یوازي ‌هغه معلومات ورکي چې د دوی واک خوندي ‌ساتي.
پر غني ‌را څرخېدلې کړۍ ښايي ولسمشر ته رښتیا نه وايي او هغه ته داسي‌ معلومات ورکوي‌ چې ګواکې « تاسو د ملت د سترګو تور یاست» دافغانستان خلک تر سوله او هرڅه زیات ستاسو واکمني ‌غواړي.

حامد کرزي‌ یو دافغانستان هغه شخصیت دی چې له اشرف غني‌ سره لیدلای شي‌او له هغه سره نور سیاسیون هم مخامخ کولای شي. په کار دي‌ چې د نورو مطرح سیاسیونو په ملتیا حامد کرزی ولسمشر غني په دې وپوهوي چې خلک ستاسو تر حکومت سولي ‌ته زیاته لیوالتیا لري.‌
کرزی دي غني ‌وپوهوي چې نوموړی په یوه سخته محاصره کړۍ کې را ګیر دی او دا کړۍ افغانستان د بهران لورته بیايي؛ خدای مکړه د هم دغې کړۍ د ناسمو مشورو له کبله افغانستان یوځل بیا د (۹۰)‌ نویمې لسیزې جګړې ته ورټیل نه وهل شي.
حامد کرزی دي د مخالفت د سیاست پر ځای ولسمشر غني ته د ملت غوښتنې کښېږدي او هغه دې په دې وپوهوي چې په افغانستان کې اداري‌ او اخلاقي فساد اوج ته رسېدلی او ملت له حکومت نه ډېر لیري شوی دی. ښاغلی کرزی دي د هم هغه کړۍ رول نه لوبوي بلکه دا ځل دي له غني سره ښېګڼه وکړي او غني ‌دې په رښتیني حالت وپوهوي.‌
دواړه مشران کولای شي چې په بې پرې او له مخالفته بره د افغانستان ملي ګټې په پام کې ونیسي‌ او د سولي د پروسې د بریا لپاره کار وکړي.
حامد کرزی دي له خپله اړخه د نظام د فقا (که هغه د هرچا په وجود کې وي) لپاره هڅه وکړي او د ده د حکومت لاسته راوړنې دي ‌خوندي ‌کړي؛ او هڅه دې وکړي چې په ملت کې د سولي‌او ملي پخلاینې پراخ کمپاین را پیل او د همدغه کمپاین لپاره د حکومت، طالبانو، ګاونډیو هیوادونو او نړۍ والې ټولنې ملاتړ تر لاسه کړي.‌
لیکوال: میرویس افغان

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance