څنګه کولای شو چې تر تاثير لاندي را نشو؟

خبريال ويبپاڼه/ دا رښتیا دي چې تاسو د فعلي حالت څخه خوښ نه یې او تاسو پوهیږئ چې دهغه کار په تر سره کولو چې تاسو تر اوسه تر سره کړئ هیڅ څه به هم بدل نشي او هیڅ ښه پایله به و نلري او له بلی خواه ډاریږی هغه څه چې مو تر اوسه لاس ته راوړي هغه به هم له لاسه ورکړئ.

د اوس لپاره چې کوم کار کوئ او یو څه ناڅه پیسې یې ستاسو ژوند کې تیارې کړي او هغه نیم او نیمګړي ملګري چې مو درباندی باور لري هغه مو هم له لاسه ورکړی دی او په پایله کې د دی پر ځای چې ژوند مو ښه شي لا به هم پسی خراب شي.

ايا له ځان مو دا پوښتني کړي؟

ایا تر اوسه مو له ځان سره ویلي چې زړه ور تیا یې لرم؟
ایا تر اوسه مو تیر وخت ته کتلي او دا هیله مو کړی چې زړه ور ياستئ؟
په ډیر ګمان سره حتمن دا کار تاسو سره کیږي او مونږه ټول دا اړتیا لرو چې د زړه ورتیا په حالت کې و اوسو مګر دا مو ضوع باید ومنوچې خبرې کول له زړه ورتیا څخه اسانه ده او په هغه عمل کول او دا موضوع دې کار ته اړتیا لری چې مو نږه خپل ځان وژغورو دخفګان او هغه خطر په مقابل کې چې ایمان ته مو زیان رسوي مثلا زمونږ غرور.

دحیرانتیا خبره داده چې ډیرې خلک همیشه له ډار سره ژوند کوي او تر هغه وخته چې کله شاته وګوری او په هغه خطر منلو باندی افسوس وکړي چې هیڅکله یې نه ده کړي مګر اصلي ټکی داده چې هیڅوک دډار نه په امن کې نه ده زیږیدلی او مونږ ټول کولی شو زده یې کړو چې تر څو ورباندې بریالي شو.

نو په دې خاطر زړه ورتیا یو عادت نده چې یواځې بختور خلک یې ولري بلکه یو مهارت او رویه ده چې کولې شو زده یې کړو او د ټولو مهارتونو په څیر یې تقویت کړو او ماهر شو لکه څنګه چې د ورزش په ډګر کې دورزشي سامان په واسطه خپل دبدن غړي قوي کوو نو کولې شو چې دزړه ورتیا لپاره هم په ژوند کې ځینې برنامې جوړې کړو.

 

که غواړئ چې تر تاثير لاندي رانشئ تر ټولو لومړی هغه ناسم باورونه له مخي لري کړئ چې تاسو د بې جرعني خواته بيايې.ځان داسي احساس کړئ چې د نړۍ تر ټول قوي او پياوړی انسان يې.

ليکواله ليمه ځانکړي

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More