The news is by your side.

اندونيزيا: که ماسک ونه کاروئ هديره کې بايد قبرونه جوړ کړئ

خبريال ويبپاڼه /هغوی چې په انډونیزیا کې د بهر تګ سره سره ماسکونه نه اغوندي د جزا په توګه په هدیرې کې د ګور کيښ ( قبر جوړونکي) دنده ورکول کيږي .

د اندونزيا د رسنيو د جذياتو له مخې ، پولیسو اته کسه نیولي چې د کورونا له سختو لارښوونو سره سره له ماسک پرته له کوره وتلي وو. دغه سړي د د اندونزيا په ختیځ جاوا کې نیول شوي وو او بیا وروسته د ناګابیتان په کلي کې د عامه قبرستان په قبر کيندلو ګمارل شوي دي پوليسو ويلي په دسزا سره چې د هغو کسانو قبرونه به جوړي چې په دې ورستيو کې د اندونزيا په جاکارتا ښار کې دکورونا په پایله کې مړه شوي وو.

دا ځکه چې ناګبيتان سيمه کې د اندونيزيا تر ټولو لوړ پوړي چارواکي میشت دي اږ.د اندونيزيا تر ټولو پرمختللي سيمه بلل کيږي.

بايد ووي شي که څه د اندونيزيا هيواد په دې ورستيو کې ډير بر مختګ کړی وو خو د کرونا ( کويډ ۱۹ ).ويروس له امله سختپ ترينګلتيا پکې رامنځته شوه نو ځکه نوموړي هیواد د کرونا د مخنوي په پار سخت ګامونه اخیستي دي.

د اندونيزيا چاروا کو د سزا په بیانولو سره ، اړونده و وویل چې دا سزا د اخطار او خبراداري په توګه صادر شوې وه. دا به د هغه چا لپاره مثال او عبرت رامینځته کړي څوک چې د کرونا د مخنوي قانون د لارښود څخه سرغړونه کوي.

ددې سمې حکومتي چارواکي ، سیونو وویل ، “دلته په قبرستان کې یوازې درې کاريګاران کار کوي ، نو ما فکر کاوه چې ولې هغه ښکېل کسان و نه نیول شي د کرونا د مخنوي کړني نه مراعت کوي او د دا ډول مرګونو او مړينو سبب کيږي.

د ويلو ده چې د جاکارتا والي انيس بینسودان د ډيسمبر ظله ۲۷ مې رهسي د دوو اونيو لپاره سخت بنديزونه لګولي وو ان د جارکارتا ښار په بشپړ ډول تړل شوی وو ددغه هيواد دکرونا له ۶۷ روغتونونو څخه ټول رغتونونه له د کرنا له ناروغان ډک وو.

هيره دې نه وي چې په اندونيزيا کې تر دې دمه د کرونا څخه د مړوو شو کشانو شمير ۸۷۲۵ څخه زيات دی.

بايد وويل شي چې د اندونيزيا چارواکو دغه ډراماتيکه سزا له هغه وروسته اعلانيږي چې په نړۍ کې يو ځل بيا کرونا زور نيولی چې او په ځينو اورپايې هيوادنو کې يې نوي څپي خپري شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.