اتمر او د بهرنیو چارو وزارت د لڼډغرو په خدمت کې
خبريال ويبپاڼه/ د بهرنیو چارو وزارت د جنګسالار ورځ لمانځي ، د جنګسالانو په خدمت کې دی ، د هغوۍ غلامي ته يې ملاتړلي.
مګر هیڅکله د لوی امپراتور احمدشاه بابا ، میرویس نیکه ، غازي امان الله خان او نورو ورځو ونه لمانځلې.
څنګه له دې دولت څخه د د سړي زړه تور نشي؟ څنکه له دې دولت څخه د سړيتوب تمع وشي.
جنګسالاران چې قومانده یې د نصرالله بابر ، جنرال امام او حمیدګل په لاس کې وه ، وطن یې په وران ، ويجاړ کړ ، خو نن يې حکومت او د بهرنيو چاروزارت په ملیونونو روپۍ د هغوۍ د تلين ورځې په ویاړ په مراسمو سره لګوي .
هیڅ څوک هم نوم نه اخلي.
هرڅه مسخره شول ، په نظام ملنډي وهل کيږي حتی ارزښتونه هم مسخره شول.
حکومت بالکل مړ ، نور د ښو او غيرت تمه لرل له دې حکومت څخه حماقت دی..
نن په داسي يو ډیپلوماتيک ځای کې ، په داسي ځای کې چې بايد نړيوالو ته يې د افغانستان هويت ، ارزښتونو ، او اتلان وپيژندلای د لوی افغانستان تير زم بزم يې ورته ښودلای ، دا يې ورته ښودلای له چې څنګه يو قومي مستحکم او په پښو ولاړ هيواد څنګه د چا له له داسي ټوټه ، ټوټه ، شو.
څنګه د افغانستان يو بشپړ نظام ونړيد، څنګه يې د جهاد په نامه ځيني ګبړيانو ، وسلې ،توپونه ، الوتکي د کباړ په څير په پاکستان خرڅي کړي څنګه يې د افغانستان په غرور وقار او عزت ملنډي ووهلي څنګه يې افغانان دربدره ، خوار او ذليل کړل. څنګه يې د وحشيانو په څير يو له بل سره جنګونه وکړل څنګه کابل لوټي لوټي کړل. او څنګه يې په پښور او پاکستان کې پتمنې پښتني او افغان ميرمني سوال ته اړي کړې. سل او زر داسي نوري بدبختي څنکه د چا له پر افغانستان او افغانانو راغلي.
افسوس هی افسوس حنيف اتمر نه يوازي دا چې هغه کسان افشحا او وغندي چې افغانستان يې دربدره کړ، افغانستان يې د بل ټوک ته محتاج کړ ، د افغانستان جوړ نظام يې د پاکستان د خوشالولو لپاره تش نس کړ. بلکي دا دی اوس د هغوی په خدمت کې لګيا دی ، همغه خلک د اتلانو په نامه ستايې ، د هغوی په تلين کې په ميليونونه افغانۍ مصرفوي ، د تلين په مراسمو کې يې د غم ساندي وايې.
حنيف اتمره! تا بايد د هغو افغانانو وينو ته کتلي واي د هغو معلولو، معيوبو، کونډو رنډو افغانانو ژړا، ساندو، فرياد ته کتلي وای چې د همدی مسعود ، رباني ، ګلبدين او همداسي نورو پاکستاني غلامانو له لاسه رامنځته شو.
همدا مسعود وو چې له پاکستان سره يې د افغانستان د خاروي د افغانستان د ناموس سودا کړي وه.
همدا مسعود ، رباني ، ګلبدين سياف ، نور خرت لغط وو چې پاکستان غوښتل د دوی په مرسته افغانستان د ځان پنځمه سوبه وګڼي افغانستان اشغال او نوم يې ور ورک کړي.
همدا ټوپکيان او جهاديان وو چې له امريکا ، روس او پاکستان سره يې لاس يو کړی د هغوۍ د غلامۍ زنځير پر غاړه کړی وو ، د هغوی د خوشالوو په موخه هره نادوده ، غلا فحشا، قتل او هر وحشت ته لاس اچوو.
د شرم ځای دی چې د افغانستان په تر ټولو لوی ډيپلوماتيک ځای کې د همدې غلامانو ، قاتلانو ، او خاينانو ورځ لمانځل. ددې جهاديانو په په تلين ، سالکيري ملينونه افغانۍ مصرفيږي.
په داسي حال کې چې سرتيري له مو له لوږي مري، له تندي شهيدانيږي.
ولي اتمر بدل او د جنګسالاران په چوړ کې شو
تاريخ شايد دی، د جلال اباد د لويې جکړې ټوله نړۍ شاهده ده چې همدا جنګسالاران د پنچاب او امريکا په ټانګونه کې را سپاروو تر څو افغانستان د پنجاب پنځمه سوبه او لاسپوڅه هيواد وګرځوي.
همدې اتمر او زرګونو نور افغانانو يې مخه ونيوله تر پنجابه پوري په منډه وزغلول ، د افغانيت زور او غرور يې ورته وښودل. د بهرنيو چارو د همدې وزير پښه پکې ژوبله او داسي سل ګونو نور افغانان پکې شهيدان او ژوبل شول.
ښاغلي اتمره ولي بدل شوې؟
ولي مو هغه پخواني تګ لاره پريښوده؟
ولي مو د جنګسالارانو غلامي ته ملا وتړله؟
ولي مو افغاني ارزښتونو ته شا کړه؟
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.