The news is by your side.

راپور: ۴۰ پاکستاني پوځيان هلاک شوي

خبريال ويبپاڼه / د يوه راپور له مخي چې پرون جمعه ناوخته خپور شو پکې ويل شوي چې د کرښي هغي په قبايلي سيمو کې چې په دې ورستيو کې په خيبر پښتون پوري تړل شوي په جلا ، جلا نيښتو کې تر ۴۰ زيات پاکستاني پوځيان هلاک شوي او ګڼ شمير نور سخت ژوبل شوي دي.

هيره دي دې نه وي چې څو ورځي مخکي په شکتوې سيمه کې د يوې چادوني په ترڅ کې ۶ پاکستاني پوځيان هلاک او ۲ داني ژوبل شول. تر دې دوه ورځي مخکي په سرا تحصيل کې هم د پوځيانو پر پوستي چاودنه شوي وه چې ګڼ شمير پاکستاني پوځيانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتي ووه.

بايد وويل شي چې په سيمه کې ميشت پښتانه سخته انديښنه ښي وايې چې يو ځل بيا د پاکستاني پوځ په غوښتنه سيمي ته وسلوال داخل شوي دي.
د سيمې يوه اوسيدونکي کمال خان رسنيو ته ويلي چې که داسي حالت راوان وو لري نه ده د پښتنو په سيمو شمالي وزيرستان او جنوبي وزيرستان کې به د ۲۰۰۹ کال تاريخ تکرار شي په زرګونو پښتانه شهيدان بې کوره او ژوبل شي.

د پښتون ژغورني غورځنګ يو مخکښ مشر محسن داوړ ډيوه راډيو ته ويلي دي چې د پاکستان پوځ په لوی لاس غواړي د پښتنو سيمي نا امنه کوي ځکه تر څو دغه پوځ پرې خپلي نا روا غوښتني ومني.
د ښاغلي داوړ په خبره دا اوس چې کوم ترهګر د کرښي دواړو غاړو ته جکړه کوي د پاکستان پوځ او ای ايس ای جنګي مليشي دي.

بايد وويل شي چې د پاکستان پوځ له څو وروځو راهسي په دې پلمه چې په شمالي وزيرستان او د کرښي هغې نورو پښتون ميښتو سيمو کې د ترهګرو پټنځايونه له منځه وړي د پښتنو د ځپلو په موخه سخت علميات پيل کړي دي.

پاکستان څو ځله مخکې هم د (ضرب غضب) په نامه علميات په شمالي او جنوبي وزيرستان کې تر سره کړل چې په سل ګونو عام او بې ګناه پښتانه پکې شهيدان او زرکونه نور بې کوره او زخميان شول.
پاکستاني پوځ د ضرب غضب په علمياتو کې له يوې مخې د خلکو کورونه ړنګول او هر څوک چې به په مخه ورتلل يا وژل او يايې له ځان سره وړل.

اوس ددې پوځ له لوري تر ۲۰۰۰ زور زيات پښتانه تري تام دي چې مرګ او ژوند يې نه دی معلوم.

بايد وويل شي چې له تيرو څو ورځو راهسي په شمالي وزيزستان د شکتوې په سيمه کې د پاکستاني پوځ له خوا کرځ بنديز لګول شوی.
او ددې سيمه ۴۰۰ تنه پښتانه يې نيولي له نيولو وروسته د سيمې خلکو رسنيو ته ويلي چې پاکستان پوځ په دغه سيمه کې سخت ظلم شروه کړی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance