هلمند کې پر ۵۲ جريبه ځکمه د خرما باغونه جوړيږي
خبریال ويبپاڼه / د هلمند ولايت د کرني او اوبو لګولو رياست مشر رسنيو ته ويلي چي په هلمند کې د خرما ښه حاصلاتو کروندګر دې ته اړه کړل چې په دې ولايت کې په ۲۵ جريبه نوره ځمکه هم د خرما ونې وکري.
له څو کلونو راهسي چې په هلمند کې د خرما کرکيله شروع شوي سږ کال په دغه ولايت کې ۶ ټڼه خرما کروندګرو له خپلو ځمکو راټوله کړي وه چې د خرما ښه حاصل ته په کتو هلنمدي بزګرانو زړه ښه کړ چې د خرما نوري ويني هم وکري.
د هلمند د کرني او اوبو لګولو مشر زلمي الکو رسنيو ته ويلي چې سږ کال د يوه منظم پلان له مخې په هلمند کې د کوکنارو کښت راکم شوی او هلمندي بزګرانو د کوکنارو پر ځای د نورو توکو کرلو ته مخه کړي ده.
د ښاغلي الکو په خبره هلمند کې د خرما هر جريب ځمکه پنځه لکه افغانۍ بزګرانو ته ور ګټي چې له همدي امله د خرما ونې هم اوبه کمې غواړي او هم يې خاصلات ښه وي.
د کرني او اوبو لګولو مشر وايې چې دوی پلان لري چې هلمندي بزګران د زرعتي توکو کرلو ته وهڅوي تر څو په هلمند کې د کوکنارو کښت يو مخيزه ورک او له منځه ولاړشي.
بايد وويل چې هلند په افغانستان کې تر ټولو ښه کرنيز ولايت دی چې د خرما تر څنګ د بيلا بيلو ميوو ډير ستر ستر باغونه پکي شتون لري.
هلمند چې د افغانستان په جنوب کې پروت ولايت دی د کرلو لپاره ښې پريمانه اوبو او پراخې دښتې لري چې د په ګڼ شمير کې ډول ، ډول کرنيز توکي پرې کرل کيږي.
خو سره له دي چې دد هلمند کروندګر د خرما له حاصلاتو غوښ دي خو له افغان حکومت څخه غواړي چې د دوی کرنيزو توکو ته دي په نړيواله کچه بازار پيدا کړي تر څو هلمندۍ ميوې او نور کرنيز توکي له پروسس وروسته بهر ته صادر شي.
هيره دي نه وي چې سږ کال د هلمند غنمو تر ډير د افغانستان د خلکو اړتيا پوره کړي وه. سره له دي چې د غنم په پټه پاکستان هيواد هم قاچاق کيدل.
خو په هلمند کې له نا امنۍ سره ، سره په بې شميره حريبه ځکمه کوکنار کرل کيږي چې هر کال له دغه درک طالبانو او د کوکنارو قاچاق برانو ته زياته اندازه پيسي په لاس ورځي.
داسي ويل کيږي چې په هلمند کې جګړه تر ډيرع د همدې نشيی توکو پر سره ده چې قاچاقبرانو او طالبانو لاسونه سره يو کړي او جګړي ته يې مخه کړي تر څو حکومت ونشي کولای کوکنار له منځه يوسې. ډير ځله د امنتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته خونړۍ جکړي رامنځته شوي د
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.