ټرمپ ساه اخیستنې کې ستونزه لري پوځي روغتون ته انتقال شوی
خبریال وېب پاڼه/ د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې پر کووېډ١٩ ناروغۍ اخته شوی روغتیایي وضعیت یې ښه نه دی ښودل شوی.
د ټرمپ یو مشاور ویلي، ولسمشر په تنفسي برخه کې ستونزه لري او په سخته ساه اخلي.
د ډونالډ ټرمپ او مېرمنې یې په کووېډ١٩ ناروغۍ اخته کېدو سره سپینې ماڼۍ د ولسمشر ټرمپ روغتیایي وضعیت ډېر ښه بللی وو، خو سي اېن اېن بیا د ولسمشر ټاکنیز سلاکار له خولې راپور ورکړی چې ټرمپ د سه اخیستنې او اېستنې برخه کې ستونزه لري او دا مهال په روغتون کې دی.
ډونالډ ټرمپ د کرونا ویروس نه د درملنې په موخه پرون جمعه پوځي روغتون ته انتقال شوی، ویل کیږي د ټرمپ په ډله کې یو لویه برخه په کرونا ویروس اخته شوې او دې خبرې پر کرونا ویروس د لوړ پوړو چارواکو د اخته کېدو وېره پیدا کړې.
ټرمپ او مېرمن یې پر کووېډ١٩ ناروغۍ اخته شوي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او مېرمن یې میلانیا ټرمپ د کرونا ټېسټ د جمعې په ورځ مثبت راووت.
دا په داسې مهال ده چې ډونالډ ټرمپ د ماسک اچولو په تړاو پر خپل ټاکنیز سیال جوبایډن هم ملنډې وهلې وې، خو اوس خپله هم پر کرونا ویروس ککړ شو.
اوس مهال په امریکا کې د کووېډ١٩ ناروغۍ مثبتې پېښې د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله خورا ډېرې لوړې دي او د مړینو شمېر یې هم ورځ تر بلې زیاتیږي.
امریکا کې له اووه میلیونو ډېر کسان پر دې ناروغۍ اخته دي او زرګونو تنو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی، د ټرمپ پر حکومت نیوکې دي چې ویې نه شول کولی پر خپل وخت له دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.
څو ورځې وړاندې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند جوبایډن ترمنځ مناظره هم وشوه چې یوه برخه کې د کرونا ویروس په اړه بحث وو.
جوبایډن د کرونا ویروس د مدیریت په برخه کې پر ټرمپ او ادارې یې نیوکه وکړه او د دوی مدیریت یې پر کم کارۍ تورن کړ چې دوه لکه امریکایان مړه شول، خو ټرمپ وویل که دا د جوبایډن اداره وی اوس به دوه میلیون امریکایان مړه شوي وو.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.