The news is by your side.

غني پکتیکا ته د سفر په ترڅ کې د پکتیکا امنیه قومندان له دندې لېرې کوي

خبریال وېب پاڼه/ محمد اشرف غني پکتیکا ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت امنیه قومندان او د ملي اردو د لوا قومندان له دندې لېرې کړل.

غني وایي، د پکتیکا روان امنیتي وضعیت ورته د منلو وړ نه دی.

نوموړي د پکتیکا ولایتي چارواکو او ولسونو سره لیدنه کې وویل د سمونوال نثار احمد عبدالرحیمزي او جنرال رحم دل حیدرزي ته مې ویلي وو، چې د پکتیکا خلک راضي نه دي، ما ته د امنیت په تړاو ډاډ مه راکوﺉ، امنیه قومندان او د ملي اردو د لوا قومندان به بدل شي.

غني وایي د دواړو ګوښه شویو قومندانانو وړتیاوې به و ارزول شي، یا به کوم بل ځای پر دندو وګومارل شي او یا به یې تقاعد ته ور برابر کړي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار پکتیکا ولایت ته د یاد ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په پار تللی وو.

اشرف غني په دې وروستیو کې کاپیسا، بامیان، نیمروز، غزني، پروان پکتیکا او یو شمېر نورو ولایتونو ته سفرونه وکړل خو کومه مثبته پایله یې نه ده لرلې.

د اشرف غني د دویمې ولسمشریزې دورې له پیل راهیسې تر دې دمه د افغانستان امنیتي او اقتصادي وضعیت کړکېچن شوی دی، په اشرف غني نیوکې دي، چې نا امنو ولایتونو ته د امنیتي وضعیت د ارزونې په پار نه ځي او په جګړه ځپلو ولایتونو کې د ولسي وګړو سره چې ډېری یې د جګړې قربانیان دي نه ګوري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.