محب: اسلام اباد اوس هم د طالبانو نظامي او مالي ملاتړ کوي
خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب وایي، اسلام اباد اوس هم اوس هم د سولې پروسه کې او د تاوتریخوالي د کموالي لپاره پر طالبانو د فشار راوړلو په ژمنو عمل نه دی کړی او اوس هم د طالبانو نظامي او مالي ملاتړ کوي.
محب وایي، حکومت د مذاکراتو او جوړ جاړي له لارې سولې ته لومړیتوب ورکوي او د سولې خبرو د بریالۍ کېدلو لپاره ټولې هڅې روانې دي.
محب زیاته کړه، په مذاکراتو کې شته اختلافات د فقې او مذهب پر اساس حل شوي خو طرزالعملونه تر اوسه نه دي وروستي شوي.
ملي امنیت سلاکار حمد الله محب نن د کابل مناظرې په پروګرام کې وویل، چې افغان حکومت نه غواړي طالبان د بهرنیو سره ستونزې د افغانانو خپل منځي خبرو ته را واچوي او نه باید د دوحې د سولې هوکړې پر اساس وي.
محب وایي، د افغانستان سیاسي ثبات د هغو بهرنیو هېوادونو له لوري له خطر سره مخ دی چې د افغانستان په جګړه کې خپلې ګټې تر لاسه کوي او همدا رانګه په کور دننه هغه شبکې او کړۍ چې د جګړې له دوام ګټه پورته کوي، د افغانستان سیاسي بې ثباتۍ ته لمن وهي.
محب د بین الافغاني مذاکراتو په درشل کې په افغانستان د جګړې د او تاوتریخوالي د دوام لامل پاکستان بولي، چې په خبره یې د سولې پروسه کې د پاکستان له لوري ورکړل شوې ژمنې نه دي عملي شوي .
د محب پر وینا پاکستان د سولې پروسه کې افغان حکومت ته په ورکړو ژمنو عمل نه دی کړی او لا هم طالبان له نظامي او مالي پلوه حمایه کوي.
د ملي امنیت سلاکار د طالبانو د خوشې شویو بندیانو په تړاو وایي، شواهد او اسناد هم شتون لري چې ٥٨٠ خوشې شوي طالبان بېرته جګړې ته ستانه شوي دي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.