The news is by your side.

پاکستان د پورونو په دوام ۹ ميلياره ۶۶۰ ميليونه نور پور اخلي

خبريال ويبپاڼه /د پاکستان مشهوري جنګ ورځپاڼې په غټو تورو د ګڼې په لومړۍ برخه کې ليکلي چې پاکستان د بې ار ټې منسوبې لپاره د ۹ ميلياره او ۶۶۰ مليونونه په اندازه نور قرضونه اخلي.

پاکستان په داسي حال کې نور قرضونه اخلي دغه هيواد مخکي له مخکي لا ۲۷ بيليونه ډارلر قرضداره دی.
د يادولو وړ ده چې پاکستان تر دې مخکي هم بيخي ډير قرضونه اخيستي چې پاکستان دغه قرصونه له نړيوال باند او کورنيو بانکونه څخه اخيستي دي.
هيره دي نه وي چې د پاکستان ډيره مالي بوديجه د ترهګرۍ په ملاتړ مصرفوي.

د يادولو وړ ده چې د (ايف اې اټې ای) د پيسو د سپينولو او ترهګرو د مالي ملاتړ پر ضد نړيوالې محکمې پاکستان هيواد ته خبرداری ورکړی چې د هغو تورنو چې پر دغه هيواد د ترهګرو په ملاتړ او د تورو پيسو په سپينوولو تورن دی بايد تر دوه ورځو پورې دې محکمې ته خپل دلايل وړاندي کړي.

د پيسو د سپينولو او ترهګرو د مالي ملاتړ پر ضد محکمې په ۲۰۰۹ کال کې پاکستان د ترهګرو په ملاتړ په غړ ليست کې داخل کړ او دې هيواد ته يې خبر داری ورکړ چې که د ځان د سينولو لپاره خپل دلايل وړاندي نه کړي دغه محکمه به يې په نړيوال تورليست کې شامل کړي.

خو ددغې محکمې له خوا د روان کال د فبروي مياشتي کې له ۲۷ تورونو څخه يوازي پاکستان ۱۴ تورنو ته ځواب ووايه چې بيا دغې محکمي (ايف اې ټي ای) د روان کال د ډيسمبر د مياشي د ۱۴ نه تر ۲۱ پورې په مسلسلو ناستو کې ددې محکمې چارواکو پريکړه وکړه چې پاکستان لا هم په خړ ليست کې پريږدي.

خو بل پلو بيا پاکستان هم د ۲۱ حقوق پوهانو په ګډون د پاکستان له پارلمان څخه يو کميسون ټاکلی تر څو دغه محکمې ته قانع کوونکي دلايل وړاندي کړي او پاکستان د ترهګرو د مالي ملاتړ په تور له تور ليست څخه وباسي.

که څه هم په پاکستان کې ددې کميسون په جوړيدو سختي ناندرۍ او جنجالونه رامنځته شول خو د پوځ په مداخې دغو جنجالونو ته د پای ټکی کيښودل شو او له ګڼو ګوندونو څخه يو مشترک کميسون جوړ شو.

بايد وويل شي چې پاکستان تيره مياشت په نمايشي ډول اعلان وکړ چې د افغاني طالبانو په ګډون يې په ۲۱ ترهګرو ډلو بنديزونه لګولي دی.

خو عملا په پاکستان کې په زرګونو ترهګر اوسيږي په تيره بيا پاکستان څوځله په ښکاره ويلي چې د افغاني طالبانو مالي ملاتړ کوي او هغوی ته پناه ځای او جنګي وسايط ورکوي.

د يادولو وړ ده چې که پاکستان په تور ليست کې شامل شي له سختو اقتصادي کواښونو سره به مخ شي.
د نړيوال بانک په ګډون به ګڼ شمير پانګوال له دې هيواد سره خپلي سوداکرۍ لغوه او دې هيواد د پورنو په ورکړي بنديزونه ولګيږي.
چې اوس مهال د پاکستان په تاريخ کې تر ټولو زيات ۲۷ بيلیونه قرضداره دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance