The news is by your side.

فيض ځلاند: طالبان بايد په پوځ، ارګ او هوايې ډګر سخت بريدونه وکړي

خبريال ويبپاڼه /د کابل پوهنتون استاد فيض محمد ځلاند ته منسوبه يوه ويډيو په ټولنيزو رسنيو کې خپره شوي چې هغه پکې وايې افغان حکومت ځکه د اروبند ډيري خوښتني کوي چې طالبان له جکړي لاس واخلي او دوی ارام کيني ، ځکه که طالبانو اوربند وکړ، او جکړه يې بس کړه نو بيا به افغان حکومت او او عام خلک د طالبانو د تيرو جرمونو په اړه له هغوی څخه پوښتني کوي ، له طالبانو به ددې پوښتنه  کوي چې ولي يې سل،  تنه۲۰۰ پر يوه ځای په انتحار او انفجار کې شهيد کړل.

فيض ځلاند وايې چې طالبان بايد اروبند ونه کړي، بلکي ددې پر ځای چې اروبند وکړي بايد په افغان پوځ ، ارګ او هواکي ډګر سخت بريدونه وکړي ، مهيم ځايونه بايد طالبان ونسي تر څو افغان حکومت ورته اړ او واک ورته خوشی کړې.

فيض ځلاند په ويډيو کې زياتوي چې که طالبان اروبند وکړي حال به يې ډير بدتر شي په لوی لاس به ځان افعان حکومت ته تسليم کړي.

فيض ځلاند په داسي حال کې طالبانو ته د جګړي او اوربند نه کولو مشوره ورکوي چې هره ورځ دغه ډله په سل ګونو افغانان په بريدونو، ځانمرګو او ماين چاودنو کې وژني.

بايد وويل شي ددې ډلي په ورستي بريد کې چې د ننګرهار په غني خيلو والسوالي باندي يې وکړ د ماشومانو او ښځو په ګډون ۵۵ تنه شهيد او ژوبل شول.

دا يوازي ننګرهار نه دی د افغانستان په ۲۹ ولايتو کې هره ورځ همدا حال وي. تر څو چې طالبان اوربند او سوله راځي په زرګونو افغان به شهيدان ، معلول ، معيوب او ژوبل شوي وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.